Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالله ټاکنیزه ډله: په لوی شمېر کې شته تقبلي رایې د منلو نه دي

د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي شته تقبلي رایې چې لوړ شمېر هم جوړوي، په هېڅ دول ورته د منلو نه دي.

د یادې ډلې مشرۍ شورا کې تېر ماښام(سې شنبې د لړم په ۱۴مه نېټه) د عبدالله عبدالله په مشرۍ د یو شمېر سیاسي او ملي څېرو په ګډون ناسته کې دغه پرېکړه شوې.

د ثبات او همپالنې ډلې په یوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې څلور ډوله تقلبي رایې چې یو لوړ شمېر هم جوړوي، د دوی لپاره د منلو وړ نه دي او باید چې له پاکو رایو بېلې شي.

خبرپانه کې ۱۳۷۶۳۰ هغه رایې چې د درملوګ دستګاه په قرنطین برخه کې دي، ۱۲۰۰۱۲ ـ هغه رایې چې له وخته بهر دي ( د تلې په شپږمه د سهار له اوو بجو وړاندې او د هماغې ورځې له پنځو بجو وروسته کارول شوي دي)، عکس له عکس څخه او تکراري عسکونه چې د غیر تفکیک د غیر معیاري ستنډرډ له امله تر اوسه تصفیه شوي نه دي او هغه له ۷۰۰ ډېرې دستګاوې او میموري کارتونه چې ورک شوي دي، د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې دلې لخوا څلور موارد ښودل شوي دي.

دوی همداراز ګواښ کوي چې په دې برخه کې د کمېسیون لخوا هر ډول تخلف وشي، په اړه به یې بې پرې پاتې نشي.

د ثبات او همپالنې ډله ګواښ کوي چې په دې برخه کې د کمېسیون لخوا هر ډول تخلف وشي، په اړه به یې بې پرې پاتې نشي.

شریک یي کړئ