Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عدالیې وزارت:کابل کې د تبیان مرکز سیاسي فعالیتونه ناقانونه دي

په کابل کې د تبیان پر کلتوري مرکز له ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته، د عدلیې وزارت د دغه بنسټ سیاسي فعالیتونه ناقانونه بولي.

د دغه وزارت په وینا، د تبیان مرکز، په هېواد کې د یوه کلتوري او ټولنیز بنسټ جواز لري او نه شي کولای چې په سیاسي کړنو لاس پورې کړي.

د تبیان کلتوري مرکز په فېسبوک پاڼه کې د نورو موضوعګانو ترڅنګ؛ د دې ادارې سیاسي فعالیتونو په اړه ځینې څیزونه هم شته.

لکه څرنګه چې د دغې پاڼې په یو ځای کې د دغه مرکز مشر ته د تبیان ګوند د مشر په توګه یادونه شوې ده.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت په دې اړه څرګندوي:«اصولاً ټولنیز بنسټونه، د جمعیتونو قانون ته په کتو سره، د سیاسي او انتفاعي فعالیت اجازه نه‎لري او نه هم په یوه بهرني بنسټ پورې تړلي وي.»

په ورته وخت کې د تبیان مرکز د مشرتابه پلاوي یو غړی ادعا کوي چې هغوی، شپږ کاله مخکې په همدې نوم د یوه ګوند جواز هم اخیستی دی.

د تبیان کلتوري مرکز مشرتابه غړی سید محمد هاشمي څرګنده کړه:«د تبیان اسلامي ګوند همو له نويیم کال را په دې خوا، د ثبت او راجستر پړاونه وهلي دي او د عدلیې په وازرت کې د افغانستان د یوه خپلواک ګوند په توګه ثبت شوی دی چې دا ګوند، ځانګړي فعالیتونه لري؛ خو د تبیان له کلتوري او ټولنیز مرکز او د صدای افغان خبري اژانس سره په همغږۍ کې.»

تر دې وړاندې هم د ځینو ادارو له لورې چې دا شان موضوعګانې مطرحه شوي وې، چې د سیاسي فعالیت اجازه یې نه لرله، هغه څه چې له کبله یې پر عدلي او امنیتي ادارو هم نیوکې شوي دي.

په کابل کې پر تبیان فرهنګي مرکز د تېرې په پنجشنبې ورځې په برید کې شاوخوا ۴۰ کسانو ژوند بایللی او له اتیا تنو نه زیات ټپيان دي.

پر دغه مرکز یو ځانمرګی برید او غبرګې چاودنې شوې وې.

په ورته وخت کې د عدلیې وزارت وایي چې په دغه وزارت کې ۶۶ ګوندونه ثبت دي چې د تبیان په نوم ګوند ورسره نه دی ثبت.

شریک یي کړئ