Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عدلي او قضايي مرکز د استېناف په محکمه کې د دوو دوسیو څېړل

د عدلي او قضايي مرکز د سې‎شنبې په ورځ(د مرغومې په ۷ مه)د استېناف محکمې په لړ کې دوه تنه یې د اختلاس په جرم په سزا محکوم کړل.

دغې محکمې د عزیزي بانک پخوانی کارکوونکی فرید احمد یې د ۱۵۲ زره ډالرو د اختلاس په تور په۱۰ کلونو او اته میاشتو بند او د اختلاس شویو پیسو پر ورکړې محکوم شو.

هغه تورن دی چې د عزیزي بانک د یوه مشتري له مړینې څخه وروسته د هغه له حسابه درې ځله ۱۵۲ زره ډالر ایستلي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې رییسه انیسه رسولي وویل:«ته احمد فرید د پیسو د اختلاس په تور په ۱۰ کلونو او ۸ میاشتو بند او عزیزي بانک ته د ۱۵۲ زره امریکايي ډالرو په ورکړې محکوم شوې.»

احمدفرید او د هغه مدافع وکیل که څه هم په ځلونو ادعا کړې چې غواړي د خپلې بې ګناهۍ تصویري کسټ محکمې ته وښيي خو قاضي د پروجکتور د نشتوالي له امله د دوی غوښتنه نه مني او د محکمې حکم صادروي.

تورن فرید احمد وویل:«زه له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ علني محکمې قرباني شوم.ځکه چې زما په اړه په بشپړه توګه څېړنې ونه شوې.»

د تورن فرید احمد مدافع وکیل عبدالحفیظ وویل:«د بانک منشي او یا هم د بانک تخنیکي او مالوماتي څانګې کارکوونکی باید وای چې نه‎شته او تصویري انځورونه باید نندارې ته اېښودل شوې وای او ثابته کړې یې وای چې په هغه وخت کې برېښنا وه که تخنیکي ستونزه وه که چې داسې ونه‎شول.»

استېناف محکمې همداراز د لویې څارنوالۍ یو څارنوال جنرال عبدالحی د ۵۰ زره افغانیو بډو اخیستو په جرم په دوه کاله او شپږو میاشتو بند محکوم کړ.

قاضي انیسه رسولي وايي:«ته عبدالحی د عبدالشکور زوی د ۵۰ زره افغانیو د بډو اخیستو د دوه کلونو او شپږو میاشتو بند محکوم شوې.»

تورن عبدالحی بیا داسې وايي:«که‎چېرې زه مجرم وم او هغه پیسې مې اخیستې وې،نو پر هغو پیسو باید زما د ګوتو نښې وي. چې نشته.»

که څه هم د دغو دوو تنو مدافع وکیلانو د دوی د بې ګناهۍ په اړه اسناد وړاندې کړل خو استېناف محکمې د لومړنۍ محکمې پرېکړه تأیید کړه او دوی یې په سزا محکوم کړل.

شریک یي کړئ