د افغانستان د علماوو سراسري شورا رییس قیام الدین کشاف وايي چې په افغانستان کې ټول مقدسات تر پښو لاندې شوي او د جګړې له زیاتوالي سره دغه هېواد په مسلخ او د وژلو پر ځای بدل شوی دی.
ښاغلی کشاف، ځانمرګي بریدونه او چاودنې ناروا بولي او له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.
هغه وویل:«له بده مرغه په دغو جګړو کې هېڅ ډول مقدسات او سپېڅلتیا خوندي نه ده؛ یعنې حرمت یې تر پښو لاندې شوی دی.»
ښاغلي کشاف دا ویناوې د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳۰ مه) د سولې د عالي شورا د غړو او د عربستان د سولې په غونډه کې د افغانستان پلاوي په ترسره شوې خبري ناسته کې څرګندې کړې.
په دغې غونډه کې د سولې د عالي شورا غړو او هغه پلاوي چې د افغانستان په استازیتوب د سعودي عربستان د سولې په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی وه، هم وویل چې د عربستان په غونډه کې ګډون کوونکو، د افغانستان جګړه ناروا وبلله.
د هغوی په وینا، د سعودي عربستان د غونډې ګډون کوونکو د افغانستان جګړه بغاوت او فتنه یاده کړه او هغه یې ناروا وبلله.
له دې ټولو سره، د سولې د عالي شورا، له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم په دې اړه وویل:«هغوی ټولو وویل چې دا جګړه مشروعیت نهلري دا جګړه یې فنته وبلله دا جګړه یې بغاوت وباله او دا جګړه یې مردوده وګڼله.»
د سعودي عربستان د سولې په دوه ورځنۍ غونډه کې شاوخوا سلو دیني عالمانو د نړۍ له ۵۷ هېوادونو ګډون کړی وه او د افغانستان جګړه یې نا روا بللې وه او طالبان يې هم د افغان حکومت سره خبرو اترو ته راوبللي وو.