د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت مالستان ولسوالۍ کې د غره ښویدو پېښې د دریوو کسانو ژوند اخیستی دی.
د والي ویاند، حیدالله جمعه زاده څرګندوي چې تېره ورځ(چهارشنبې د غبرګولي په ۷مه نېټه) په «غیغانتو» سیمه کې شوې ده.
په همدې حال کې د سیمې خلک وايي چې دغه درې کسان د یوې کورنۍ غړي وو او تېره ورځ یې د پېښې له کبله ژوند له لاسه ورکړی.
سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه کې یو کور هم ویجاړ شوی دی.