د غزنی ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ سرپرست سمیع الله پوپل، له درې تنو امنیتي ځواکونو سره د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.
د عزني امنیه قومندان وايي چې طالبانو تېره شپه لس نیمې بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ چې په دغه برید کې پنځه تنه نور ځواکونه ټپيان دي.
د غزني امنیه قومندانۍ همدارنګه وايي چې په دغه پېښه کې څلور طالب جنیګالي وژل شوي دي.
له دې سره جوخت د غزني امنیه قومندانۍ ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په چتل خېل کلي کې لس طالب جنیګالي د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي دي.