Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غنمو واردولو لپاره د ارګ عملیاتي بنسټ ته د تړون پر سپارلو نیوکې

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د هند څه د پاسه ۷۵ زره متریک ټنه مرسته شویو غنمو د واردولو لپاره د ولسمشرۍ عملیاتي بنسټ ته د تړون پر سپارلو نیوکه کوي.

د روڼتیا د څار بنسټ وايي چې د تدارکاتو د ملي ادارې، چې په سر کې یې ولسمشر دی، دغه څه باندې ۱۵ مېلیون ډالري تړون له یوه حکومتي بنسټ اخیستی او له داطلبۍ پرته بل حکومتي بنسټ ته سپارلی دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي په دې اړه وايي:«د دغې بهیر لغوه او د ګټو پر ضد د شرکتونو تورنول په ډېر ناشفافه توګه ترسره شوی او اړتیا ده، هغه شواهد چې د ګټو د ضد په برخه کې که چېرې وي - خپلواکه تایید یې وشي.»

د کرنې وزارت، د دغو غنمو دواردولو لپاره ملي تدارکاتو ادارې ته پنځه شرکتونه معرفي کړي و. خو د ملي تدارکاتو اداره وايي چې د دغو شرکتونو په سندونو کې د ستونزو له امله دغه وړاندیز یې رد کړی دی. 

د ملي تدارکاتو ادارې د ارتباطاتو مسوول رامین ایاز څرګنده کړه:«د تدارکاتو ملي ادارې پرېکړه وکړه چې د څېړنې عالي اداره باید د دغې پېښې ټول اړخونه وڅېړي او له هغې وروسته د دغې پروژې د لویوالي له امله، دغه پروژه د ولسمشرۍ عملیاتي بنسټ او ملي انکشاف ریاست ته راجع شوه.»

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل:«له دې وروسته کله چې هندوستان کابو ۷۵ زره مټریک ټنه غنم د کاندولاي بندر له لارې چابهار ته ولېږدوي، د هغه لېږد بهیر له چابهار په نیمه ورځ او وروسته ولایتونو او ښارونو ته شروع کېږي.»

له دې سره جوخت د ولسي جرګې ځینې غړي هم په دولتي تړونونو کې پر روڼتیا ټنیګار کوي او وايي چې حکومت باید د تړونونو د ترلاسه کولو لپاره له خپله نفوذه کار وا نه خلي.

د ولسي جرګې غړی یار باز حمیدي وویل:«د څو شرکتونو او مفسدو ارګانونو د ګټو په پار چې قرباني یې د افغانستان بې وزله ملت ورکوي - ای کاش دغه غنم په خپل وخت په ژمني کې افغانستان ته رارسېدلي وای.»

د ولسي جرګې غړی حیات الله سمنګاني هم وايي:«دوی په خپله فساد کوونکي دي. نه غواړي چې د افغانستان خلک په هغو کلونو کې چې وچکالي ده، لوږه ده، د خلکو لپاره ډوډۍ پیدا شي.»

که څه هم د ملي تدارکاتو اداره وايي د کرنې وزارت د غنمو د واردولو لپاره هغه پنځه شرکتونه چې معتبر اسناد نه لري او همداراز دوه شرکتونه یې د یوې کورنۍ معرفي کړي خو د کرنې وزارت په دې اړه څه نه وايي.

شریک یي کړئ