Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني او عبدالله ترمنځ ستونزه نه ده هواره شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د منځګړیتوب سره سره لا هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ستونزه نه ده هواره شوي.

سرچینې نن(دوشنبې د کب په ۱۹مه نېټه) وايي که څه هم چې ولسمشر غني، اجراییه رییس، عبدالله عبدالله ته ۴۰ سلنه کابینه او د سولې عالي شورا ریاست ورکړی، خو ښاغلي عبدالله دغه وړاندیز نه دی منلی او لومړي وزیري او یا د وزیرانو شورا ریاست غواړي.

سرچینې وايي چې عبدالله ته د ولسمشر غني وړاندیز شوې طرحه کې د امنیت، حکومتولي او سوله شامله ده.

د دې طرحې له مخې امنیتي وزارتونه به په اختصاصي توګه ولسمشر ته راپور ورکوي او د ملي امنیت شورا یو غړی به د عبدالله له پلویانو وي.

د حکومتوالۍ په برخه کې ولسمشر غني به د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره اجرايي خپلواکه واحد رامنځته کوي او همداراز عبدالله عبدالله ته به کابینه کې ۴۰ سلنه ونډه ورکوي.

په دې طرحه کې د سولې په برخه کې راغلي دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ به د سولې عالي شورا جوړیږي، ولسمشر ته به راپور ورکوي. سرچینې وايي چې عبدالله عبدالله دا طرحه تر اوسه پورې نه ده منلې، ځکه په راتلونکي حکومت کې د عبدالله له اجرايي ونډې سره موافق نه دی.

دا سرچینې زیاتوي چې اختلافونه د غني او عبدالله له لیدنې سره سره چې تېره شپه ترسره شوه، دوام لري او له کبله یې د ولسمشر غني د لوړې مراسم درې ساعته وروسته له غرمې ځنډول شوي دي، خو د خلیلزاد هڅې داختلافاتو حل لپاره دوام لري.

سرچینې وايي چې عبدالله ته د ولسمشر غني وړاندیز شوې طرحه کې امنیت، حکومتولي او سوله شامله ده

شریک یي کړئ