Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافونو د پای لپاره د خلکو غوښتنه

ځينې هېوادوال، د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د اختلافونو دوام د شرم وړ ګڼي او وايي چې دغه اختلافونه افغانستان نړۍ ته بدنامه وي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې کېږي چې سیاسي اختلافونه په پرله پسې د دغو دوو ترمنځ په جدي توګه دوام لرلی او لا هم دواړه لوري یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

هېوادوال وايي که چېرې دغه اختلافونه پای ته ونه رسېږي هېواد به له نه جبران کېدونکي کړکېچ سره به مخ شي.

د کابل اوسېدونکی حظیظ الله وايي:«د دوی کار د بې وزلو د وژلو په څېر دی. خلک وږي دي او دوی غریب وژنه کوي.»

د کابل بل اوسېدونکی رحیم الله هم څرګندوي:«تاسې دوه تنه د څه لپاره جګړه کوئ؟ د څه پر سر جګړه کوئ؟ ټول خلک به له لوږې ومري.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د اشرف غني او عبدالله تر منځ پر لویو مسایلو تفاهم شوی دی.

د هوکړه لیک د وړاندیز په هغې کاپي کې چې طلوع نیوز ترلاسه کړې ده؛ لیدل کېږي چې ظاهرا ښکېل لوري یوې سیاسي هوکړې ته رسېدو ته نژدې شوي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې سیاسي هوکړه لیک لاسلیک شي او پر لویو مسایلو هوکړه شوې ده.»

تمه کېده چې تېره اوونۍ عبدالله عبدالله او شرف غني د دغو اختلافونو د پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي؛ خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

سرچینې وایي چې د وړو مسایلو پر سر اختلافونه پای ته نه دي رسیدلي.
 
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت ګوند مشر اسحاق ګیلاني وویل:«ډاکټر صاحب (عبدالله) وویل چې دغه مهم وزارتونه زموږ ستونزه نه ده، د دې لپاره چې موږ یو افغان ګومارلی او دا سمه نه ده چې موږ هغه لیرې کړو او ووایوو چې نه یو بل افغان هلته ګومارو.» 

د هوکړه لیک د مسودې په دې متن کې له ولسمشر سره د سلا مشرو لپاره د دولت د عالي شورا پر جوړېدو چې غړي به یې پېژندل شوې څېري او سیاسي مشران وي او دغه راز د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې د باصلاحیته عالي شورا پر جوړېدو ټينګار شوی دی.
 
شریک یي کړئ