Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني او عبدالله ترمنځ پر جوړجاړي د ولسي جرګې ټینګار

ولسي جرګه د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله تر منځ پر سیاسي جوړجاړې تېنګار کوي.

د ولسي جرګې د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د یادې جرګې رییس، میررحمن رحماني ورسره یوه پلاوي تېره ورځ(دوشنبې د وري په ۱۱مه نېټه) له عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

خبرپاڼه وايي چې دواړو لورو هېواد کې د سیاسي کړکېچ پایته رسولو په موخه پر لارې چارې خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله ویلي چې لنډ وخت کې جوړجاړي رامنځته کولو ته خوشبین دی.

 هغه همداراز ویلو  چې دغه هيئت به ډېر ژر د سیاسي جوړجاړې په اړه له ولسمشر غني سره هم لیدنه وکړې.

په همدې حال کې امریکا او ناټو ویلي چې افغانستان کې د داسې حکومت غوښتونکي دي چې ټول په کې ونډه ولري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د ناټو له عمومي منشي، سټولټنبرګ سره ټلفوني اړیکې پرمهال افغانستان کې  سیاسي حل لارې ته رسېدو لپاره د ټول شموله حکومت جوړېدل ضروري بولي.

شریک یي کړئ