Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني او عبدالله ناندرې او د امریکا خبرداری؛ ټول سرتېري به وباسو

امریکامتحده ایالاتو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو نه هواري په صورت کې د یو میلیارډ ډالرو مرستو بندولو ترڅنګ د خپلو ټولو سرتېرو د ویستو ګواښ هم کړی دی.

امریکايي رسنۍ ان.بي.‎اس راپور ورکړی چې که ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله خپلمنځي اختلاف حل نه کړي، واشنګټن به پر افغانستان د یو میلیارد ډالر مرستې بندولو ترڅنګ، خپل ټول سرتېري هم له افغانستانه وباسي.

راپور زیاتوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو کابل ته خپل وروستي سفر کې، ولسمشر غني او عبدالله ته، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه خبرداری رسولی.

ان بي سي ټلوېزیون د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله رپوټ کې ویلي:«‎کابل کې سیاسي ترینګلتیا ټرمپ نهیلی کړی. ټرمپ چې تمه یې وه چې طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک، د ده د ژمنې عملي کولو یوه بېلګه وه. هغه ژمنه چې د امریکا ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې کړې وه.»

تر اوسه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرداري په تړاو راپور نه وو ورکړل شوی، او دا خبرداری د امریکا د ولسمشر اندېښنه ښيې چې ګنې د افغانستان مشران ټول ګډونه حکومت نه جوړوي.

داسې انګیرل کیږي چې افغانستان کې د افغان مشرانو لخوا د ټول ګډونه حکومت نه جوړېدل به د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه ګواښي.

په پام کې وه چې د تېرې زیږدیزې مارچ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان حکومت او طالبانو خبرې پیل شي، خو ظاهراً سیاسي اختلاف د دې خبرو نه د پیلیدو لامل په ګوته شوی.

ان بي سي راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو کابل ته خپل وروستي سفر کې، ولسمشر غني او عبدالله ته، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه خبرداری رسولی.

Thumbnail

امریکامتحده ایالاتو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو نه هواري په صورت کې د یو میلیارډ ډالرو مرستو بندولو ترڅنګ د خپلو ټولو سرتېرو د ویستو ګواښ هم کړی دی.

امریکايي رسنۍ ان.بي.‎اس راپور ورکړی چې که ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله خپلمنځي اختلاف حل نه کړي، واشنګټن به پر افغانستان د یو میلیارد ډالر مرستې بندولو ترڅنګ، خپل ټول سرتېري هم له افغانستانه وباسي.

راپور زیاتوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو کابل ته خپل وروستي سفر کې، ولسمشر غني او عبدالله ته، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه خبرداری رسولی.

ان بي سي ټلوېزیون د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله رپوټ کې ویلي:«‎کابل کې سیاسي ترینګلتیا ټرمپ نهیلی کړی. ټرمپ چې تمه یې وه چې طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک، د ده د ژمنې عملي کولو یوه بېلګه وه. هغه ژمنه چې د امریکا ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې کړې وه.»

تر اوسه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرداري په تړاو راپور نه وو ورکړل شوی، او دا خبرداری د امریکا د ولسمشر اندېښنه ښيې چې ګنې د افغانستان مشران ټول ګډونه حکومت نه جوړوي.

داسې انګیرل کیږي چې افغانستان کې د افغان مشرانو لخوا د ټول ګډونه حکومت نه جوړېدل به د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه ګواښي.

په پام کې وه چې د تېرې زیږدیزې مارچ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان حکومت او طالبانو خبرې پیل شي، خو ظاهراً سیاسي اختلاف د دې خبرو نه د پیلیدو لامل په ګوته شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه