Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوراوي کمېټه د روانې اوونۍ په لړ کې ۶ تنه حکومت ته معرفي کوي

د غورواي کمېټه وایي چې د روانې اوونۍ په لړ کې به په ټاکنو کمېسیون کې د غړیتوب لپاره د شپږ تنو نومونه حکومت ته واستول شي.

د غوراوي کمېټه زیاتوي چې د ۱۶ کسانو غوښتنلیکونه منل شوي دي. او دا کمېټه هڅه کوی چې تر څو راتلونکو ورځو په دې اړه خپلې څېړنې پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د غوراوري کمېټې کارونه ناقانونه بولي خو ټینګار کوي چې دا کمېټه دې وړ کسان د ټاکنو کمېسیون د غړیتوب لپاره معرفي کړي.

د غوراوي کمېټې د دوهم ځل لپاره یوه اوونۍ مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه غړي د ګمارلو په موخه خپل کار پیل کړ او له ۵۷ هغو کسانو چې غوښتنلیکونه یې ورکړي د ۴۱ کسانو غوښتنې رد شوې او په دې کمېسیون کې د غړیتوب لپاره د ۱۶ نورو غوښتنلیکونه د څېړلو په حال کې دي. د غوراوي کمېټې یو غړی وایي تر راتلونکو څو ورځو به  دوه درې کسیز نوملړونه چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د غړیتوب وړتیا ولري حکومت ته ولېږي.

د غوراوي کمېټې غړی بلال صدیقي په دې اړه وویل:«زموږ کار دوام لري او موږ هڅه کوو چې د خپلو  کارونو پایله ژر تر ژره ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستوو ترڅو د هغو درې کسانو له ډلې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي کېږي، یو تن د ټاکنو کمېسیون لپاره معرفي کړي.»

دا کمېټه چې لومړی ځل یو کال مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو د غوراوي لپاره جوړه شوه حکومت ته یې ۲۱ کسیز نوملړ ولېږه، اوس پر ټاکنو د څارونکو ادارو له‎خوا ناقانونه بلل کېږي او له همدې امله دغو ادارو خپل څارونکي غوراوي کمېټې ته نه دي لېږلي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اجرايي رییس نعیم نظري وویل:«اسنادو ته لاسرسۍ کولای شي چې یو اصل وي ترڅو رونټیا تصدیق کړي. موږ له هغوی وغوښتل چې یو د منلو وړ میکانیزم ولرو او په کار کې یې باید روڼتیا وي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي څرګنده کړه:«بیا یې د غوراوي کمېټه جوړه کړه مانا یې دا ده چې له دغې لارې خپل د خوښې وړ کس ته لاره وکړي چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې رییس شي.»

ولسمشر کابو یوه نیمه میاشت مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړ، که څه هم د قانون له مخې ولسمشر باید د یوې اوونۍ په لړ کې حکومت ته د غوراوي کمېټې له نوملړه یوه کس د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړیتوب لپاره معرفي کړی وای خو ولسمشر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه غړي د غوره کولو لپاره د غوراوي کمېټې د کار د پيلېدو نوی حکم صادر کړ.

د غوراوي کمېټې د دوهم ځل لپاره یوه اوونۍ مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه غړي د ګمارلو په موخه خپل کار پیل کړ او له ۵۷ هغو کسانو چې غوښتنلیکونه یې ورکړي د ۴۱ کسانو غوښتنې رد شوې او په دې کمېسیون کې د غړیتوب لپاره د ۱۶ نورو غوښتنلیکونه د څېړلو په حال کې دي.

شریک یي کړئ