Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غور په لاریون کې د وژل شویو کسانو کورنۍ عدالت غواړي

د هغو ولسي وګړو د کورنۍ کړي چې تېره ورځ په غور کې د لاریون په لړ کې ووژل شول، له حکومته عدالت غواړي.

د غور د تېرې ورځې په اعتراضونو کې چې د مرستو د نه عادلانه وېش له امله شوي وو، پنځه تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

زیبا چې تېره ورځ یې خاوند وژل شوی وايي کله چې خاوند یې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره روغتون ته ته، چې د روغتون مخې ته د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته وشوه او په مرمۍ ولګېد:«له خپل خاوند او ماشومانو سره روغتون ته تللي وو. کله چې راستانه شو لاریون پیل شو. زوی مې ورک شو او مرمۍ مې په خاوند ولګېده.»

د دغه وژل شوي کس ورور محمد موسی په دې اړه وویل:«موږ کډوال یوو؛ له کلي ښار ته راغلي یوو چې په ښار کې کار وکړو. اوس مې ورور وژل شوی. څه خاورې پر سر کړم؟»

د دغه پېښې ځينې ټپيان وايي چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره تللي وو خو مرمۍ یې په برخه شوه نه مرسته.

یو له ټپیانو یاقوت شاه وايي:«د کار لپاره وتلی وم ټاکل شوې وه چې له خپلو ملګرو سره د صلاح الدین سلجوقي ښوونځي سره ووینم. د ټلېفون له لارې مې ورسره خبرې کولې چې ټاګ راغلی او زه یې ووهلم او نور پوه نه شوم.»

د غور والي غلام ناصر خاضع هم وايي نن د بې وزلو لپاره د ډوډۍ د وېش بهیر پیل شوی و او هغوی هڅه کوله چې دغه مرستې ټولو ته ورسېږي:«ټاکل شوې وه چې د درې زره کورنیو لپاره ډوډۍ ووېشل شوي او اوس د ولسمشر د غوښتنې پر بنسټ د څه باندې دوه زره نورو کورنیو لپاره هم وېشل کېږي چې په ټول کې څه باندې پنځه زره کورنیو ته ډوډۍ وېشل کېږي.»  

په غور کې د شنبې ورځې په لایون کې پنځه تنه ولسي وګړي ووژل شول.

شریک یي کړئ