Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غور په چهار سدې والسوالۍ کې د څه باندې ۱۰۰ ترهګرو وژل کېدل

د غور سرپرست وايي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو د څه باندې شپږو ورځو کلابندۍ څخه وروسته آزاده شوې ده او د لسګونو ترهګرو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

په همدې حال کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو درستیز وايي چې دغه ترهګر د ملي اردو د ځانګړو نښه وېشتوونکو او د ملي اردو د چورلکو د هوايي بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د طالبانو یوې ډلې چې ویل کېږي شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده د تېرې اوونۍ پر لومړیو ورځو د غور ولایت پر چهارسدې ولسوالې یرغل وکړ او شپږ ورځې دغه ولسوالۍ د هغوی په کلابندۍ کې وه .

په دغې سیمه کې د ملي اردو څه باندې ۱۰۰ سرتېري په کلانبدۍ کې ښکېل شوي دي، خو بالاخره د ملي اردو ځواکونو چورلکو د طالبانو پر اډو بریدونه پیل کړل او سیمې ته د ملي اردو ځانګړي ځواکونه هم ولېږل شول.

دغه عملیات په غور کې د طالبانو په ړواندې به تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو خونړي عملیات بلل شوي دي او څه باندې ۱۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي او ۳۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د غور ولایت سرپرست د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې په دغو عملیاتو کې د پولیسو او ملي اردو اته سرتېري هم وژل شوي دي.

د غور ولایت سرپرست سید انور رحمتي څرګنده کړه:"په دغو عملیاتو د دښمن ۱۰۱ تنه وژل شوي دي او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي او ۵۵ تنه نور یې نیول شوي دي، یو شمېر جنګي وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د امنیتي ځواکونو اته تنه هم وژل شوي دي".

د غور ولایت سرپرست وايي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو کورنه لوټلي دي او یو ولسي وګړی یې هم وژلی دی .

اخوا ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان ګواښ کوي که چېرې طالبان بیا هم له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي نو وبه وژل شي .

د ۲۰۷ قول اردو درستیز جنرال محی‎الدین غوري وايي:"موږ د دولت مخالفو وسله‎والو ته وايي چې هر چېرته چې دښمن ګیر کړو وژنو یې،زموږ اراده دا ده چې دښمن سنګر په سنګر زموږ په تعقیب کې دی، دښمن ته زموږ پیغام دا دی چې راشﺉ او خپله وسله پر ځمکه کېږدﺉ او له سولې سره یوځای شﺉ له هغې څخه پرته وژل کېږی او له منځه ځﺉ".

بلخوا د غور د ولایتي شورا رییس خبرداری ورکوي چې په غور ولایت کې د دغه ولایت د پراختیا او نفوس په پرتله امنیتي ځواکونه لږ دي او په دغه ولایت کې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالی احتمال شته دی .

د غور د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان وايي:"که چېرې د خلکو کمیت ته پاملرنه و نه کړي دغه ناورین بیا هم تکرارېږي او طالبان له هم نه دي ورک شوي،زه هیله لرم چې مرکزي دولت تر اوسه خپل مسؤولیت په عزیت سره ترسره کړی دی او د غور د خلکو په نظامي کمیت کې ځانګړې پاملرنه وکړي".

که څه هم طالبان د غور له چهار سدې ولسوالې څخه په شا تمبول شوی دي خو اوس‎مهال د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده .

د غور ولایت سرپرست وايي چې په دغه برید کې تر اوسه پورې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي .

د غور سرپرست وايي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو د څه باندې شپږو ورځو کلابندۍ څخه وروسته آزاده شوې ده او

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه