Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فاریاب ولایت پر څو ولسوالیو هم مهاله د طالبانو بریدونه

په افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله، په ځینو ولایتونو کې هغه څه چې، د طالبانو په بریدونو کې ډېروالی ګڼل کېږي، هم اندېښنې راپارولي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي چې پر دغه ولایت د طالبانو بریدونه زیات شوي او کله ناکله هم مهاله د فاریاب ولایت څو ولسوالۍ د جګړو شاهدې وي.

ښاغلی فایق ګواښ کوي چې دغه وضعیت په دغه ولایت کې له کورونا سره مبارزه ستونزمنه کړې ده.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق په دې اړه وايي:«دوی (طالبانو) جګړه په قیصار کې وه چې هلته د یوه دوه پوښتو د پرځېدو لامل شو، زموږ سرتېري شهید شول او مُلکي کسان هم ټپیان شول.»

د فاریاب دغه سیمه ییز مسوول ګواښ کوي چې، د دغه وضعیت په دوام سره به په دغه ولایت کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې بهیر ټکنی کړي. 

ویل کېږي په دې ولایت کې د کورونا ویروس ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي فایق په دې اړه زیاته کړه:«زموږ جراحي ډاکټران، زموږ وارډ، زموږ اکسیجن وینتلاتور دا ټول مُلکي کسانو ته چې ټپيان شوي دي پر هغوی بوخت دي او همدارنګه ځينې سرتېري چې ټپیان شوي هغوی ته لګول شوي دي. نه پوهېږو چې په دغو ورځو کې موږ د کورونا ناروغانو ته رسېدنه وکړو او که د جګړې ټپيانو ته.»

د فاریاب په څېر، په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو برخو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم وايي:«د دولت مخالفو وسله والو له بده مرغه پر خپلو هغو ژمنو چې له امریکا سره یې کړې وې عمل نه دی کړی، دا ټول د دې لامل شوي دي چې د افغانانو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي، ځکه چې هم سیاسي اختلافونه دي او هم هم ناامني او جګړه ده، او موږ به له دغه ویجاړونکي ویروس سره چې نړۍ یې په ګونډه کړې، سمه مبارزه ونه شو کړای.»

له دې سره سم، د کورنیو چارو وزارت وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو تمه کېده چې، طالبان به تاوتریخوالی راکم کړي؛ خو داسې ونه شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګندوي:«طالبانو باید دغه وضعیت ته باید درناوی وکړی وای، لږ تر لږه د افغانستان خلکو ته، د روژې مبارکې میاشتې له رارسېدو سره دوی باید تاوتریخوالی کم کړی وای.»

د یکشنبې په ورځ طالبانو په یوې اعلامیې کې د تاوتریخوالي د کمښت او د اوربند ټینګښت په اړه کورنۍ او نړیوالې غوښتنې له منطقه لیرې غوښتنه وبلله او هغه یې فرصت غوښتنه وبلله؛ ځکه د دغې ډلې په وینا د جګړې ښکېلو خواوو په دې برخه کې خپل مسوولیتونه نه دي ترسره کړي.
 
په وروستیو ورځو کې د افغانستان بېلابېلې برخې د افغان دولتي او طالبانو ترمنځ د جګړو د زیاتوالي شاهدې وې.

شریک یي کړئ