Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فاریاب ځینې اوسېدونکي د نظاالدین قیصاري د محاکمې غوښتونکي دي

د هېواد په ځينو شمالي ولایتونو کې د نظام الدین قیصاري د نیولو د غبرګون په لړ کې دا ځل، د فاریاب ګڼ شمېر اوسېدونکي کابل کې راغونډ شوي او پر حکومت غږ وکوي چې نظام الدین قیصاري دې محاکمه شي.

دغه اعتراض کوونکي چې نن سې‎شنبې (د زمري په ۲ مه) د بشري حقونو کمېسیون مخې ته راغونډ شوي وو، پر نظام الدین قیصاري یې تور ولګاوه چې کسان یې وروژلي او فاریاب کې یې په زور د خلکو ځمکې غصب کړې دي.

یو شمېر دغه اعتراض کوونکو قیصاري په فاریاب کې د پیسو او جایدادونه په غصب تورن وي.

د فاریاب اوسېدونکی محمد ګل په دې اړه وویل:«زما پنځه ویشت کلان زوی یې د هغه په وینا قومندانانو یې وواژه. موږ له دولته عدالت غواړو.»

د فاریاب یو بل اوسېدونکی حسین هم وايي:«باید نظام الدین قیصاري اعدام شي. زما ورور یې تر بازار لاندې مړ کړ هغه هم ناحقه، هېڅ ګناه یې نه وه او هېڅ داسې کار یې نه وه کړی.»

دوی پر عدلي او قضايي ادارو غږ کوي چې دغو کورنیو ته د عدالت د رسېدلو په موخه باید نظام الدین قیصاري مجازات کړي.

د فاریاب اوسېدونکی عبدالمومن زیاته کړه:«زه یې په کور کې د یوې اوونۍ لپاره بندي وم. هغه له ما څخه ۲۰ لکه افغانۍ وغوښتې چې ورته ورمې کړې.»

په دې تړاو مو د ملي جنبش ګوند نظر ترلاسه نه شوای کړی.

 نظام الدین قیصاري حکومت د قانون ماتونې په تور نیولې دی او ویلي دي چې عدلي او قضايي ادارې به یې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

یو شمېر دغه اعتراض کوونکو قیصاري په فاریاب کې د پیسو او جایدادونه په غصب تورن وي. دوی پر عدلي او قضايي ادارو غږ کوي چې دغو کورنیو ته د عدالت د رسېدلو په موخه باید نظام الدین قیصاري مجازات کړي.

شریک یي کړئ