Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فاطمیون په زرګونه جنګیالي بېرته هېواده راستنېږي

د سوریې جګړه له اته کلونو وروسته، پای ته رسېدونکې ده او اوس د فاطمیون ډلګۍ په ګډون د بشارالاسد ملاتړي خپلو هېوادونو ته د ستنېدو په حال کې دي.

شپږ ویشت کلن عبدالله یو له هغو زرګونو افغانانو دی چې په سوریه کې جنګېدلی، هغه وايي چې ډېری افغانان د کورنیو او ودونو د لګښتونو برابرولو لپاره حاضر شوي وو څو سوریې ته ولاړ شي او هلته وجنګېږي.

سوریه کې جنګېدلی افغان عبدالله وايي:«ما په خپلو سترګو ولیدل چې په جګړه کې د ۶۱ ډلګۍ ټانګونو، افغانان د مږیانو په څېر لاندې کول. د دغو افغانانو مړي په دښتو کې پاتې کېدل.»

عبدالله په دې باور دی چې افغانان د بې‌وسۍ او اقتصادي ستونزو له کبله سوریې ته تللي.

هغه زیاتوي:«زما احساس دا و چې ویل مې وګورئ افغان ځوانان څه هیلې او شوقونه لري خو راځي دلته جګړه کوي. هغوی هیله لري چې کار وکړي، پیسې پیدا کړي او واده وکړي او د ځان لپاره یو ښه ژوند برابر کړي، خو دلته راځي او وژل کېږي.»

د هرات یو اوسېدونکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، یوازې د دوی له کلي نږدې اته تنه په سوریه کې جګړه کې وژل شوي، خو مړي یې ایران کې خاورو ته سپارل شوي دي.

هغه وايي:«هغه کسان چې سوریې ته ځي، په ایران کې د یوه کارګر په اندازه مزدوري ورکوي. خو هغه څوک چې هلته وژل کېږي په ایران کې له ځانګړو تشریفاتو سره خاورو ته سپارل کېږي.»

خو سوریه کې د افغانانو جنګېدل د دې لامل شوي چې داعش وسله‌وال په افغانستان کې دننه د اهل تشیع سیمې په نښه کړي. د ۲۰۱۸ کال مۍ میاشت کې د هرات پر جوادیه جومات برید چې په کې ۳۸ تنه ووژل شول، د دې بریدونو یوه روښانه بېلګه ده.

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په دې اړه وايي:«داعش پر موږ ډېر ظلم کړی؛ زموږ کابو ۲۵ جوماتونه یې په نښه کړي، څه باندې دوه زره تنه بې ګناه او دننه په جوماتونو او عبادت ځایونو کې یې شهیدان او ټپيان کړي. له دې پلوه هر څوک چې د نړۍ په هر ځای کې داعش ووژني، زه ورته وایم چې شاباس.»

د شمېرو له مخې، نږدې پنځوس زره افغانان د فاطمیون لوا په چوکاټ کې سوریې ته د جګړې لپاره استول شوي دي. اسوشېټېډ پرېس لیکي، افغانستان ته سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو بېرته راستنېدنه دا وېره له ځان سره لري چې هسې نه دا کسان په کور دننه هم د جګړو لپاره وکارول شي.

د شمېرو له مخې، نږدې پنځوس زره افغانان د فاطمیون لوا په چوکاټ کې سوریې ته د جګړې لپاره استول شوي دي.

شریک یي کړئ