Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فراه مرکز ته نېږدې د افغان ځواکونو او وسله‎والو ترمنځ سختې نښتې

د فراه د ولایتي شورا د دې ولایت مرکز ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ له سختو نښتو خبر ورکوي.

د ولایتې شورا رئیس، دادالله قانع څرګندوي چې طالبانو بیګا شپه (دوشنبې د غويي۲۴مه) دوه بجې د ولایت په مرکز برید کړی او لا هم د ښار په منځ کې نښته روانه ده.

ښاغلی قانع وايي، طالبان د ښار په څو برخو او د ملي امنیت ریاست ته نېږدې شوي دي او له افغان ځواکونو سره په نښته کې ښکېل دي.

بلخوا ځايي خلک هم وايي، که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي، امکان شته چې فراه ښار د طالبانو لاسته ولوېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ له پیله په دې ولایت کې سختې نښتې روانې دي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره(شنبې د غويي۲۲مه) وویل چې په فراه ولایت کې له ترهګرو سره په نښتو کې ۱۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.

خبرپاڼه زیاته کړې وه چې دې نښتو کې ۴ نور سرتېري ټپیان شوي وو.

همداراز ویل شوي وو چې نښتې جمعه شپه هغه‎مهال پیل شوي دي چې یو شمېر ترهګرو د فراه ښار مرکز نسکورېدو په موخه بریدونه پیل کړ.

همداراز تېره ورځ د اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې دولتي ځواکونه په یو شمېر ناامنو سیمو کې ډېر تلفات لري او حکومت باید  د دولتي ځواکونو تلفاتو په اړه ځواب ووایي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ځینو ولایتونو په ځانګړي توګه په بغلان او فاریاب کې د یو شمېر ولسوالیو د سقوط کیدو په رابطه د هېواد پر امنیتي وضعیت نیوکه کوي او وایي، دولتي ځواکونه په ناامنو سیمو کې په سمه توګه نه اکمالېږي.

طلوع نیوز ته یوې سرچینې ویلي، د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق طالبانو سره په نښتو کې ټپي شوی دی خو د کورنیو چارو وزارت دغه خبر نه دی تایید کړی.

د فراه ولایت اوسيدونکي وايي چې که ډېر ژر افغان ځواکونو ته نوره مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي، ښايي د دې ولایت مرکز د طالبانو لاسته ولويږي

شریک یي کړئ