د فراه ولایت سیمهييز چارواکي نن(چهارشنبې د غويی۲۶مه) په فراه ښار کې د طالب وسلهوالو له ماتې خبر ورکوي.
والي، عبدالبصیر سالنګي څرګندوي چې کابو ۱۰۰۰ طالب وسلهوالو تېره ورځ د ولسوالیو څخه د ۱۰ کیلومترو لیري واټن څخه د فراه پر ښار برید پیل کړی چې وروسته ۱۰۰۰ نور هم ورسره یوځای شوي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
ښاغلی سالنګي وايي چې په نښتو کې ۳۰۰طالب وسلهوال وژل شوي دي، دا ادعا د دې ډلې لخوا نه ده تائيد شوې.
د نوموړي په وینا، که څه هم چې دولتي ځواکونه د فراه ښار یو شمېر برخو وتلي وو، خو تېره شپه مهمو برخو لکه امنیه قومندانۍ، ملي امنیت ودانۍ، روغتون او د بانکونو څانګو کې سخت مقاومت وکړ تر څو چې مرستندویه ځواکونه ورورسېدل.
په همدې حال کې د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو د شېرکوه او پشتکوه ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی او دوی اوس مهال طالبان د فراه ښار څخه وتلي او ښار ته نېږدې ولسوالیو ښګلنو سیمو ته تښتېدلي دي او دا ښار لا هم د طالبانو بیا برید سره مخامخ دی.