Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فراه ولایتي شورا کې د ښځو نشتون د ښځو لپاره ستونزې رامنځته کړي

د فراه په ولایتي شورا کې د ښځو نشتون د دغه ولایت د ښځو لپاره ستونزې رامنځته کړي دي.

له دې وروسته کله چې د فراه د ولايتي شورا غړې جمیله امیني دغه ولایت کې د چورلکې د پرځېدو له امله ووژل شوه، اوس د دغې شورا بلې غړې شهلا ابوبکر فراه پرېښی او په کابل کې ژوند کوي.

د فراه ولايتي شورا وايي چې مېرمن ابوبکر د د غه ولایت د ولایتي شورا د غړیتوب ټول امتیازونه ترلاسه کوي.

د فراه د ولایتي شورا غړي وايي، شهلا ابوبکر د ناامنیو له ویرې کابل ته تللې او اوسمهال د فراه د امنیتي وضعیت په ښه کېدو لا هم کار ته نه ده راغلې.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي په دې اړه وویل:«کله چې امنیتي وضعیت ډېر خراب شو، دا ډېره وېرېدلې وه او اجازه یې واخیسته چې د څو ورځو لپاره کابل ته ځي، چې له دې ځایه زموږ له مشورې سره سمه ولاړه، خو اوس چې امنیتي وضعیت ښه شوی باید بېرته خپلې دندې راشي.»

د فراه په ولایتي شورا کې د ښځو نشتون د دغه ولایت ښځې اندېښمنې او له ستونزو سره مخ کړې دي.

د فراه ولایت یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي:«ښځيه وکیله نشته چې موږ ورته خپلې ستونزې ووایوو او هغه هم راشي موږ ته ودرېږي او زموږ د ستونزو په اړه پوښتنې وکړي.»

د فراه یوه بله اوسېدونکې هم څرګندوي:«ځواب نه ورکوي، د ورځې پنځوس خله ورتللم. په ورځ کې په زرګونه تنه راځي، ته چې کله وکیله یې او پارلمان تا ته ډالر درکوي خوشاله یې خو دلته ملت ځواب باید ورنه کړې؟»

په فراه کې د مدني ټولنې ځیني فعالان د دې ولایت د یو شمېر غړو پر کړنو نیوکه کوي او وايي، خلکو هغوی ته په سختو شرایطو کې رایه ورکړه څو ستونزې یې ورته حل کړي خو ولایتي شورا ته نه ورتلل د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سره جفا ده.

په فراه کې د مدني ټولنې غړې پروین توفان په دې اړه وویل:«د فراه خلک د ولايتي شورا غړو په ځانګړې توګه ښځينه غړو ته سخته اړتیا لري، موږ ډېرې ستونزې لرو او  یوازې د ښځو چارو پر ریاست تکیه نه شوو کولای، چې د ولایت پر کچه شته زموږ ستونزې حل کړي.»

د زیاتو هڅو سره سره د شهلا ابوبکر د ځواب په اخیستو ونه توانېدو. د فراه ولایتي شورا نهه غړي لري او اوسمهال یوازې شپږ غړي یې شورا ته حاضرېږي. د ځینو غړو اوږده ناسوبتیا د فراه د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده.

شریک یي کړئ