Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فراه پخوانی امنیه قومندان له طالب ډلې سره یوځای شوی

د فراه ولايتي شورا وايي چې د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان او د فراه ولایت د اوسني مرستیال والي پلار ډګر جنرال عبدالجلیل بختور له طالبانو سره یوځای شوی دی.

هغه انځورونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې طالبان د عبدالجلیل بختور هرکلی کوي او ښاغلی بختور د طالبانو له مشرتابه غواړي چې د هغه ځاني امنیت ټینګ کړي.

بختور په دغه وېډیو کې ویلي:«د طالبانو له مشرتابه زما غوښتنه دا ده  چې زما امنیت ټینګ کړي، زما د ځان امنیت تضمین کړي چې د پردو له خوا ما ته زیان را ونه رسېږي. د طالبانو والي حاجي شیر اقا او د طالبانو پوځي مسوول حاجي عباس په سیمه کې له ما سره ډېره همکاري وکړه.»

د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع له طالبانو سره د بختور د یوځای کېدو په اړه وايي:«د دغه ولایت پخوانی د امنیې قومندان او د فراه د والي د اوسني مرستیال مسعود بختور پلارډګرجنرال عبدالجلیل بختور له مخالفو وسله والو سره یوځای شوی. د هېواد د یوه تورن جنرال په توګه د دغه کس یوی ځای کېدل به د امنیتي ځواکونو پر روحیې منفي اغېزه وکړي.»

خو د فراه د والي مرستیال مسعود بختور له طالبانو سره د خپل د پلار یوځای کېدل ردوي. هغه وايي چې عبدالجلیل بختور په بالابلوک ولسوالۍ کې خپل پلرني کلي ته د خپلو خپلوانو د لید ولپاره تللی دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«فکر وکوم چې ګناه به نه وي چې یو کس خپل کور ته ولاړ شي او د افغانستان د قوانینو پر بنسټ هر کس حق لري چې د دغه هېواد په هره برخه کې ژوند وکړي. ځينې سیاسي سیالان هڅه کوي چې دغه موضوع له ما سره د والي د مرستیال په توګه وتړي. په قوانینو، شرعیت او عرف کې جرم یو شخصي عمل دی او نور ته یې نه لېږد وو.»

ډګر جنرال عبدالجلیل بختور، د فراه د ولايتي شورا پخواني رییس فرید بختور پلار هم دی.

فرید بختور یو کال مخکې په فراه ولایت کې د یوې چورلکې له نسکورېدو سره ووژل شو؛ هغه پېښه چې طالبانو یې مسوولیت ومانه. طالبانو همدارنګه د څو ورځو لپاره د فرید بختور مړی په واک کې درلود او کورنۍ ته یې تسلیم نه کړ.

ډګر جنرال عبدالجلیل بختور، د فراه د ولايتي شورا پخواني رییس فرید بختور او د دغه ولایت د والي د اوسني مرستیال مسعود بختور پلار دی.

شریک یي کړئ