Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فروزي کورنۍ دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې ته د پیسو ورکړه رد کړه

د خلیل‎الله فروزي ورور هغه ادعاګانې ردوي چې ګواکې فروزي له زندانه کور ته د لېږد په بدل کې حاکمې یا دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ته د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره پیسې ورکړې دي.

موده وړاندې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په ولسمشر تور پورې کړ چې خلیل‎الله فروزي یې د ۳۰ مېلیون ډالرو په بدل کې ازاد کړی دی.

د خلیل الله فروزي ورور وحیدالله فروزي وویل:«ځکه چې ټاکنې دي، ښاغلي نبیل هم غوښتي چې ټاکنیز دروغ ووايي. دا خبره یې په ځان پورې تړاو لري. که کوم سند، شواهد لري باید دا سندونه شریک کړي. دا سې کومه خبر نه ده.»

د خلیل‎الله فروزي کورنۍ وايي چې د فروزي د درمنلې لپاره له میاشتو هڅو او غوښتنو وروسته، حکومت پرېکړه وکړه چې نوموړی له زندانه کور ته ولېږدوي.

خو د هغه ورور وايي، د فېروزي د شکرې ناروغۍ د زیاتېدو له کبله په ځلونو له حکومته غوښتي چې نوموړی له زندانه بهر کړي.

وحیدالله فروزي څرګنده کړه:«داوړو مختلطو روغتیايي کمېسیونونه وايي چې د دغه کس (خلیل‎الله فروزي) درملنه نه کېږي. شکر یې له ۵۰۰ لوړ دی او د دغې خبرې له امله دولت پرېکړه وکړه چې په خپل کور کې نظر بند وي څو روغ شي.»

د کابل بانک پخوانی اجرايي رییس خلیل‎الله فروزي د ۱۳۹۷ لمریز کال په غبرګولي کې د پیسو منځلو او اختلاس په جرم په لس کاله بند محکوم شو. هغه باید ۱۳۷ مېلیون ډالر اختلاس شوې پیسې او ۵۹ مېلیونه ډالر  چې په ټولیزه توګه ۱۹۶ مېلیون ډالر کېږي باید ورکړي وای.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې کورته یې د فروزي لېږد د هغه د برائت په مانا نه دی:«افغان حکومت د قضا په چارو کې لاسوهنه نه کوي. دا پرېکړه، قضايي پرېکړه ده، حقوقي ده. اجرايي یا د افغان حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا نه ده.»

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي هم د خلیل‎الله فروزي د لېږد په اړه وايي:«د ښاغلي خلیل‎الله فروزي د ازادېدو په اړه له اجراییه ریاست سره مشوره نه ده شوې. په دې اړه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو او د افغانستان د خلکو اندېښنې شته.»

خلیل الله فروزي چې د کابل بانک د کړکېچ پېښه کې په فساد او له واکه په ناوړه ګټنې مجرم پېژندل شوی، زندان کې د نهه کاله بند له تېرولو وروسته، موده مخکې د حکومت له‌خوا خپل کور ته ولېږدول شو.

حکومت وویل، دا پرېکړه د لویې څارنوالي او سترې محکمې د ګډ پلاوي پایله کې وروسته له هغې شوې چې د خلیل الله فروزي روغتیايي وضعیت یې خراب وښود.

موده وړاندې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په ولسمشر تور پورې کړ چې خلیل‎الله فروزي یې د ۳۰ مېلیون ډالرو په بدل کې ازاد کړ.

شریک یي کړئ