Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قریشي په مشرۍ کابل ته د پاکستاني پلاوي رارسېدل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن دوشنبې (د مرغومې په ۳ مه) کابل ته راورسېد.

د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه وزارت مرستیاله هم افغانستان ته د ښاغلي قریشي ملتیا کوي، او ټاکل شوې چې دغه پلاوی ایران، چین او روسیې ته هم سفر وکړي.

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لیدلوري د عملي کولو لپاره، ګاونډیو او سیمه‎ییزو شریکانو سره د اړیکو ښه‎والي ته لېوالی دی.داسې مهمه همکاري د دوه اړخیزو همکاریو او اقتصادي پراختیا لپاره د پاکستان پاملرنه ده.»

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې د دواړه هېوادونو چارواکي د سیمې او نړۍ د وضعیت د بدلون په اړه به هم سره خبرې وکړي او د دغو لیدونو په لړ کې، د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې وشي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان تل ثابته کړې چې په افغانستان کې د جګړې حل لاره د افغانانو په مشرۍ او مالیکت د سولې په بهیر کې دی.

افغانستان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راورسېد. د دغه وزارت مرستیاله هم افغانستان ته د ښاغلي قریشي ملتیا کوي، او ټاکل شوې چې دغه پلاوی ایران، چین او روسیې ته هم سفر وکړي.

شریک یي کړئ