Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر غونډه کې د ګډون لپاره د سیاستوالو او د ګوندونو چمتووالی

قطر کې له طالبانو سره د سیاستوالو د غونډې د ترسراوي په درشل کې، په افغانستان کې سیاستوالان او د سیاسي ګوندونو مشران په دغې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د وري میاشتې په ۲۵مې او ۲۶ مې نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

سرچینې وايي چې د مسکو غونډې د ۴۰ تنو ګډون کوونکو په شمول ۸۰ تنه چې ۲۰ تنه یې غیرسیاسي څېرې دي په دغې غونډه کې له طالبانو سره سولې په اړه خبرې اترې او سلامشورې وکړي.

د دغو سرچینو په وینا د راتلوونکي حکومت څرنګوالی، په هغه حکومت کې د سیاسي ګدونو ونډه او همدارنګه اوربند هغه مسایل دي چې په دغې غونډه کې به مطرحه شي.

د سیاسي چارو شنوونکی نظر محمد مطئمن په دې اړه وايي:«افغان سیاستوالان او طالبان د افغانستان د راتلوونکي په اړه خبرې کوي، هغه نظام چې شونې ده ټول افغانان په هغه کې وي.»

د راتلونکي حکومت په تړاو خبرې په داسې حال کې د قطر د غونډې په اجنډا کې شاملې شوې چې دوه نورې میاشتې د ملي یووالي حکومت د کار پای ته پاتې دي.

ولسمشریزو ټاکنو ته ځينې نوماندان وايي چې د ملي یووالي حکومت د کار د دوام په اړه باید د ولسمشرۍ ټاکنو تر، ترسراوي بحث وشي. او ټاکل شوې چې دا ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.

د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند قادر شاه څرګندوي:«په دې اړه سیاسي او ملي اجماع رامنځته شوې، چې یوه سرپرسته اداره رامنځته شي. چې وکړای شي هم سوله او هم ټاکنې مدیریت کړي.»

په دې لړ کې هېوادوال؛ اسلامي جمهوریت او د څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنې سرې کرښې بولي او د قطر غونډې له ګډونوالو غواړي چې له طالبانو سره خبرو ته تر کېښناستو مخکې خپلې سرې کرښې روښانه کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی بشیر وايي:«مثبتې خبرې اترې دې وشي او مثبت ځوابونه دې ورکړل شي.»

بلخوا حکومت په نږدې راتلونکي کې د یوه ټول شموله مرکچي پلاوي د جوړېدو خبر ورکوي؛ خو ټینګار کوي چې د قطر غونډه به د سولې خبرې نه بلکې د سولې په تړاو یو بحث وي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په ډاګه کړه:«دا سولې خبرې اترې نه، بلکې د سولې په اړه یو بحث دی او پایله به یې په هغه ځای کې وي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پيل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه طالبانو یوځل له افغان سیاستوالو سره په روسیه کې لیدلي او پنځه ځله یې په عربي هېوادونو کې د امریکا له استازو سره لیدلي، خو حاضر شوي نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. دا ټولې خبرې د افغان حکومت په نشتون کې شوې دي.

له امریکايي استازو سره د دغې ډلې وروستۍ لیدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه، چې د شپاړسو ورځو لپاره یې دوام وکړ او بالاخره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغانستانه د نورو هېوادونو نه ګواښلو په اړه په یوه لاسوند کې سره سلا شول.

د دې ټولو سربېره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ په واشنګټن کې د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې څلور اړخیزه غونډه پایته ورسیده .زلمی خلیل زاد چې د دې غونډې کوربه و؛ د خپل ټوېټر پر پاڼه یې لیکلي چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لرو، سوله د افغانستان د ټولو خلکو لپاره غواړو او داسې یو افغانستان غواړو چې هېڅکله د ګواښ سرچینه نه وي.

د طالبانو او افغان سیاسيتوالو او د سیاسي ګوندونو د مشرانو د دویم پړاو خبرو اترو کوربتوب به قطر وکړي. ټاکل شوې ده چې دا غونډه د وري میاشتې په ۲۵مې او ۲۶ مې نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

شریک یي کړئ