Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر ناسته به د پنځو ورځو په ځنډ سره ترسره شي

د سولي په اړه د مصالحې عالي شورا وايي د قطر ناسته چې ټاکل شوې وه د روانې زیږدېزې میاشتې(اپریل په ۱۴مه نېټه) ترسره شي ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې ده یاده ناسته د اپریل د ۱۹ تر ۲۱ مې نېټې ترسره شي.

دا پرېکړه ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو به ګډون د مصالحې عالي شورا کې شوې ده.

د یادې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په دې ناست کې د بین الافغاني خبرو لپاره د ناستې په تړاو چې ټاکل شوې ده د اپریل په ۱۹ تر ۲۱مې پورې په دوحه کې ترسره شي، خبرې وشوې.»

د سولې عالي شورا وايي قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو، د مصالحې عالي شورا او د مرکچې پلاوي د غړو بشپړولو په تړاود شنبې په ورځ وروستۍ پرېکړه وشي.

د مصالحې د شورا کاري کمېټې په درې کاري ورځو کې له طالبانوسره د حکومت د پلاوي ټاکل، د یاد پلاوي د واکونو، د سولې خبرو اترو کې د افغانستان سرو کرښو او همداراز دوحې ته د تلونکي پلاوي په تړاو کار کړی دی.

په دې ناسته کې د حکومت مشرانو ترڅنګ حامد کرزي، عبد رب الرسول سیاف، محمد اسماعیل، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، محمد یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو ګډون کړی وو، خو د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیارپه کې نه وو.

په همدې حال کې پخوانی طالب قومندان، سیداکبر آغا د مصالحې د مشرۍ شورا لخوا د سولې خبرو اترو لپاره د سرو کرښو په وړاندې کولو نیوکه کوي.

د ملي یووالي حکومت تمه لري چې د قطر ناسته د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو زمینه برابره کړي.

مخکې له دې ویل شوي وو چې د قطر ناسته به راتلونکې اوونۍ د افغان سیاستوال، د ملي یووالي حکومت استازو او د طالبانو د استازو ترمنځ ترسره شي

شریک یي کړئ