د کورنیو چارو وزارت نن( دوشنبې د غبرګولي لومړۍ) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د قلعهزال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، مولوي دوست محمد په هوايي برید کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړی تطره شپه د افغان ځواکونو په هوايي برید کې له خپلو ۸ ملګرو سره په نښه شوی دی.
په دې برید کې څلور نور وسلهوال ټپیان شوي دي.
طالباو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ مخکې دا ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې وه، خو تېره اوونۍ افغان ځواکونه وتوانېدل چې د قلعهزال ولسوالي بېرته له دې ډلې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیسي.