Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قیصاري ساتونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې

د امنیتي ځواکونو او نظام الدین قیصاري ساتونکو ترمنځ له تېرې شپې(شنبې د لیندۍ ۲۳مه نېټه) راهیسې نښتې روانې دي.

بلخ ولایت کې د طلوع نیوز خبریال وايي امنیتي ځواکونو د شپې نیمايي د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د پولیسو پخواني قومندان، نظام الدین قیصاري د نیولو اقدام کړی، چې له هغې راهیسې د قیصاري د ساتونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

په همدې حال کې د بلخ امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي نښتې هغه مهال پیل شوې چې امنیتي ځواکونو د عدالي اوقضايي بنسټونو د حکم له مخې د نوموړي د نیولو هڅه و کړه.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو د ښاغلي قیصاري کور کلابند کړي او د نوموړي د تسلمېدو غوښتنه یې کړي، خو له وسله وال مقاومت سره مخامخ شوي دي.

 تراوسه د دواړو لورو ترمنځ د نښتې له کبله د څو کسانو له ټپي کېدو راپور ورکړی شوی.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویلي دي چې په دې وروستیو کې په قیصاري پورې اړوندو کسانو مزار شریف ښار کې ناوړه حالت رامنځته کړی او باج اخیسته کوي چې له دې سره یې عامه نظم ته زیان رسولی دی.

شریک یي کړئ