Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لسګونو افغان وګړو پر ډوبولو د ایراني پوله ساتو ځواکونو تورنېدل

د پېښې شاهدان ادعا لري چې ایراني پوله ساتو د ۵۷ تنه افغان وګړي له نیولو وروسته، د هغوی ځینې اړ کړل چې ځانونه په اوبو کې واچوي.

دغه شاهدان وايي چې د ۲۷ افغانانو له ډلې یوازې د اوو تنو مړي یې له اوبو څخه پیدا کړي دي او د نورو هېوادوالو د برخلیک په اړه خبر نه لري.

د دغو قربانیانو خپلوان ادعا لري چې د ایران پولیسو په ذوالفقار نومې سیمه کې دغه کسان نیولي او حتا پر هغوی یې ډزې کړې دي.

د پېښې شاهد شاه ولي په دې اړه وویل:«موږ یې کمپ ته بوتلو، یوه بجه یې له هغه ځایه وایستلو په میني بوس کې یې سپاره کړو سند ته یې بوتلو. هلته چې کور وه موږ یې پرې نه ښودو چې کوز شو، هغه ځای ته یې بوتلو چې هلته هېڅوک نه وو، موږ یې کوز کړو او سیند ته یې واچولو.»

د یوه قرباني خپلوان غلام یحی وايي:«درې ورځې کېدې چې زما ورور ایران ته تللی و، اوس خبر شوم چې په سیند هغوی ډوب کړي دي. ایرانیانو هغوی ډوب کړي. یو زما ورور و او بل هم زما د عمه زوی.»

د بل وژل شوي خپلوان محمد جان هم وايي:«شايي زرم ځل وي په همدې زرم ځل که چېرې یو ځل دولت خلکو ته رسېدنه کړې وي چېرته دي؟ که چېرې یو ځل یې هم رسېدنه کړې وي کومه ده؟»

د پېښې د شاهدانو په وینا د ۵۷ تنو له ډلې چې سیند ته اچول شوي دي، ۲۳ تنه یې تراوسه لادرکه دي.

د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې تراوسه د دغې پېښې پنځه قربانیانو مړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وايي:«د پولیسو او د هغه ځای د خلکو د رپوټ پر بنسټ، د تلفاتو شمېر لوړ دی، ښايي له ۱۰ تنو زیات وي. پولس هلته حضور لري ترڅو هغه مړي چې ډوب شوي دي پیدا کړي.»

د کال په زرګونه افغان ځوانان د کار د نشتون له امله اړ کېږي چې د پولو له لارې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، چې ډېری موردونو کې د ایراني سرتېرو له خوا ربړول کېږي، هغه موضوع چې افغان حکومت تراوسه د هغه په اړه ځواب نه دی وړاندې کړی.

د هرات دو الي مرستاله مونسه حسن زاده څرګندوي:«له بهرني اړیکو له لارې له هغوی سره اړیکه ونیوله او له هغوی مو وغوښتل چې موږ ته وضاحت راکړي، هغوی وویل چې موضوع څېړي او له څېړنې وروسته پر خپل وخت به یې خبر راکړي.»

د هرات د ولايتي شورا غړی محمد سردار بهادري په دې اړه وویل:«موږ له ګاونډي هېواد ایرانه غواړو د هغو کسانو لپاره چې د بې وزلۍ او بېچاره ګۍ لپاره دغه هېواد ته ځي، پر هغوی رحم وکړئ او پر هغوی ډزې مه کوئ.»

خو په هرات کې د ایران کونسلګرۍ د دغو افغان وګړو په ربړولو او سیند ته د اچولو په موضوع کې د ایران پوله ساتو ځواکونو لاس لرل رد وي.

شریک یي کړئ