Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لومړي ځل لپاره د کابل ژوبڼ د دوه جوړه کم یابو زمریانو څېښتن شو

کابل ژوبڼ د لومړي ځل لپاره د دوه جوړو زمریانو څېښتن شو. د ژوبڼ رییس وايي دغه څلور زمریان چې د کابل ژوبڼ ته راوړل شوي د سوېلي افریقا زمریانو له توکمه دي.

 نوموړی زیاتوي چې دغه زمریان په بې رحمانه توګه د یوې میاشتې لپاره په کوچنیو قفسونو کې وو.

د کابل په ژوبڼ کې د زمري تش قفس له درېيو کلونو وروسته په څلورو زمریانو سره ډک شو. دغه قفس د مرجان په نوم زمري له مړینې وروسته چې چین د کابل ژوبڼ ته ورکړی وو تش شوی وو.

د کابل د ژوبڼ رییس وایي شپږ زمري په یوه کوچني قفس کې چې پرمخ یې تخنې لګول شوې وې ځای پرځای شوي وو.

د کابل ژوبڼ عزیز ګل ثاقب وویل:«شپږ زمریان چې د هغوی علمي نوم پنټرا دی،د سوېلي افریقا له توکمه دي،شونې ده چې په پاکستان کې نسل ګیري شوي وي.د دوی رنګ ته پلانټ اف وایټ وايي یعنې بور سیپن ته مایله رنګ او ډېر کم یابه دي.څېړنې روانې دي ترڅو مالوم شي چې څه ډول او له کومه ځایه دلته رسېدلي دي.»

د کابل د ژوبڼ د زمري ساتوونکی اکه قربان چې د مرجان له مړینې وروسته وزګار و، اوس د دغو څلورو زمریانو په راوستولو سره د ورځې ۱۲ ساعته د هغوی پالنه کوي.

اکه قربان غواړي پر یوه زمري د مرجان نوم کېږدي.

هغه وویل:«دغه زمریان په کوچنیو قفسونو کې وو،منګولې یې ټپي وئ.هغوی یې چې دلته راوستل ډېر خوشحاله شول.»

د کابل د ژوبڼ د رییس په وینا په دغه بڼ کې کابو ۱۰۰ ډوله حیوانات ساتل کېږي او د ورځې څه د پاسه زر تنه له دې بڼ څخه لیدنه کوي.

شریک یي کړئ