Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب ته وروپېژندل شوه

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې وايي چې ولسمشر غني انیسه رسولي د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته ورپېژندلې ده.

دغه سرچینې زیاتوي چې د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته د انیسې رسولي نوماند کېدل په لوړپوړو حکومتي پوړونو کې د ښځو د ګومارلو لپاره د ولسمشر له ژمنو څخه دي.

انیسه رسولي وايي چې په دغه بنسټ کې به اصلاحات رامنځته کړي.

هغې زیاته کړه: " هڅه کوم کوم مهر چې په سترې محکمې لګول شوی پاک او د قاضیانو پاک نفسي او د سیستم روڼوالی جوت کړم".

مېرمن رسولي زیاته کړه چې که چېرې د ولسي جرګې د باور رأیه ترلاسه کړي؛ د هېواد په قضايي برخه کې به د ښځو شمېر ډېر کړي او همداراز د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته به رسېدنه وکړي.

انیسې رسولي د کابل په عاېشې دراني لېسه کې زده‎کړې کړي دي او د لېسانس پېر یې د کابل پوهنتون د حقوقو او د سیاسي علومو په پوهنځي کې پای ته رسولی دی؛ هغه د جرم پېژندنې په څانګه کې ماسټري لري.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ قاضي مېرمنه ده چې د افغانستان د قضايي بنسټ تر ټولو لوړپوړي غړیتوب ته نومانده کېږي.

مېرمن رسولي باید له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې وايي چې ولسمشر غني انیسه رسولي د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته ورپېژن

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه