Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر اوسېدونکي: د جګړې لمن د پل علم ښار شاوخوا ته رارسېدلې ده

د لوګر ځينې اوسېدونکي وايي چې له څو مودې راهیسې، په دغه ولایت کې د جګړې لمن د دغه ولایت مرکز پل علم ښار شاوخوا سیمو ته رارسېدلې دي.

د هغوی په وینا د شپې د ډزو غږ د ښار تر مرکزه هم اورېدل کېږي.

د دغه ښار د اوسېدونکو په وینا دا غږونه د پل علم ښار په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د روانو نښتو دي .

د لوګر اوسېدونکی ولي خان وايي:«په لوګر کې نور داسې سیمه نشته چې په هغه کې جګړه نه وي او یا د شپې او ورځې له خوا په هغه کې نښته نه وي شوې.»

د لوګر بل اوسېدونکي سیدرحمان هم وویل:«د ښار په یو او دوه کیلومټرۍ کې هم جګړه کېږي. امنیت خو داسې نه ټینګېږي چې دننه په ښار او بازار کې امنیتي تابیاوې نیول کېږي.»

ورته مهال د لوګر ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښاري انضباط په نوم د امنیتي ځواکونو یوه ډله؛ د امنیت د ټينګښت لپاره لاس په کار شوې ده.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وايي:«ملي امنیت، ملي پولیس او ملي اردو په څلروېشت ساعته توګه په ښار کې خپل کمینونه او تلاشۍ ترسره کوي.»

په لوګر کې د چټک غبرګون د قطعې د ارکان رییس امان‌الله تره‌خیل هم زیاتوي:«اوس زموږ عملیات دننه په ښار کې دي او که چېرې ناامني زیاته شي، له ښاره بهر ته به هم ولاړ شو.»

خو د لوګر اوسېدونکي په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې تر دې زیاتې بولي چې د یوې امنیتي ډلې په جوړېدو دې حل شي.
 
څه باندې دوه اوونۍ مخکې ولسمشر غني لوګر ته په یوه سفر کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت پر څېړلو ټينګار وکړ. د چنګاښ میاشتې په یوولسمه د دغه سفر په لړ کې له ځایي چارواکو سره د ولسمشر د غونډې ځای ته نږدې څو هوانونه ولګېدل.

شریک یي کړئ