Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوګر پرلسمې حوزې برید پای‎ته ورسید

د لوګر پل علم ښار پر لسمه امنیتي حوزه نن سهار(چهارشنبه د غبرګولي۹مه) د ځانمرګو ډله‎ییز برید پای ته ورسېد.

د پولیسو چارواکي وايي، برید سهار پنځه بجې هغه مهال پیل شو چې لومړی یو باروړونکي مازدا موټربم د حوزې په دروازه کې چاودلی او له هغې وروسته دوه ځانمرګي بریدګر له وسلو سره د حوزې ودانۍ ته ننوتل.

دغه پولیس چارواکي زیاتوي، په نښته کې د حوزې د امر په ګډون شپږ پولیس او درې ټرافیک پولیس ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز په دې پېښه کې حوزې ته د نېږدې کورونو ۴ ملکي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

بلخوا د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند، شاه پور احمدزی، د بریدګرو شمېر درې کسه ښيي او پېښه کې یوازې د درېیو پولیسو د وژل کېدو ترڅنګ د اتو ملکیانو د ټپي کېدو خبره کوي.

احمدزی وايي، بریدګر له څو ساعته جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

طالبانو د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

logar-attack

د پېښې سیمې ته نېږدې کورنو کې یو شمېر کسان ټپیان دي

د لوګر پرلسمې حوزې برید پای‎ته ورسید

د لوګر ولایت د پولیسو ویاند څرګندوي چې وروسته له لسو دقیقو نښتو بریدګر له منځه یوړل شول، له بریدګرو سره نښته کې د حوزې د امر په ګډون شپږ پولیس او درې ټرافیک پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ