Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لویې جرګې له جوړېدو سره هم مهاله د سولې پر مسوولو بنسټونو نیوکې

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په اړه د حکومت له پرېکړې سره هم مهاله، د سولې بهیر کې د مسوولو بنسټونو کړنې له نیوکو سره مخ شوې دي.

د سیاسي چارو شنوونکي او هېوادوال د سولې عالي شورا، د مصالحې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ګړنې ننداریزې ګڼي او وايي چې تراوسه دغو درې بنسټونو سولې ته د رسېدو لپاره اغېزمنې کړنې نه دي کړې.

د سولې عالي شورا پخوانی غړی امین وقاد وايي:«بنسټونه څه نه شي کولای او په راتلوونکي کې هم نه شي کولای. د دې ترڅنګ ولسمشر له طالبانو سره د خپلو لپاره یو ۲۱ کسیزه ډله ګومارلې ده.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد سعیدي هم څرګندوي:«له بده مرغه هغه بنسټونه چې مشخصاً د سولې د راوستو لپاره جوړ شوي، ډېر کمزوری حرکت کوي او بې خوځښته دي. ولسمشر هم سوله او هم اجراییه یې ولکه کړې او سړی نه شي نه پوهېږي چې څه روان دي.»

د طالبانو د ۴۰۰ لانجمنو بندیانو د خلاصون د څرنګوالي په اړه تر راتلونکو دوو ورځو به په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې جرګه کې به د مخکینۍ مشورتي لویې جرګې غړي چې شاوخوا ۳۲۰۰ کسان دي په ۵۱ کمېټو کې بیا سره راټول شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«دا د سولې مشورتي جرګې دوام دی. هغه غړي چې هلته حضور لري، بیا بلل شوي او تراوسه کار په منظمه توګه مخ ته ځي. دارالانشا  او کاري کمېټې هم مشخص دي او له هماغو پخوانیو کمېتو سره مخ ته ځي.»

ځینې هېوادوال هم د سولې په برخه کې مسوول بنسټونه پر ناغېړۍ تورنوي.

د کابل اوسېدونکی رومل وايي:«هغه بنسټونه چې د سولې په اړه جوړ شوي ننداریز دي او د خلکو سترګو ته د خاورو پاشل دي. موږ سوله غواړو نه د جګړې دوام.»

د کابل بل اوسېدونکی رفیع هم وویل:«هغه تمه چې موږ د افغانستان خلکو له دوی لرله تراوسه یې پوره کړې نه ده او لاسته راوړنه یې نه ده لرلې.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او همداراز د ملي مصالحې عالي شورا د دولت په اډانه کې د سولې لپاره کار کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاتوي:«څو لاسه او څو ډلې نه دي او د دولت تر مشرۍ لاندې د سولې لپاره کار کېږي او هېڅ اختلاف شتون نه لري.»

د مصالحلې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم څرګندوي:«د سولې بنسټيز مسوولیت د ملي مصالحې عالي شورا دی، او تاسې پوهېږئ چې سوله یوه بنسټیز بحث ته اړتیا لري او موږ له خلکو سره مشوره کوو.»

داسې پتیل کېږي چې، دغه لویه مشورتي جرګه به له درېیو تر پنځو ورځو پورې دوام وکړي.

شریک یي کړئ