د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د لښکرګاه ښار د اتمې حوزې امر حاجي محمد له خپل یوه ساتونکي سره د دغې سیمې په اړوند یوه جومات کې د ناپېژانده وسله والو په ډز برید کې وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.
په دغه برید کې، یو ولسي وګړي هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د ښاغلي ځواک په وینا، دغه ډزې نن (جمعه، د وري په ۲۹مه) د جمعې لمانځه د ادا کولو پر مهال په دغه جومات کې شوي دي.
ځواک زیاتوي چې د اتمې حوزې امر لومړی ټپي و، خو وروسته ته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.