Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مارجې ولسوالۍ له څلورو کلونو وروسته د ترهګرو له شتونه پاکه شوه

ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند ولایت مارجه ولسوالۍ له څلورو کلونو وروسته، په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه شوه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغې ولسوالۍ چاڼيز عملیات، دوه اوونۍ مخکې پیل او بالاخره، د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۹مه) له غرمې وروسته دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه شوه.

د ملي دفاع وزارت په وینا، د دغو عملیاتو په لړ کې په مارجه کې د طالبانو د قومندان عبدالباري په ګډون ۳۷ طالب جنګیالي وژل شوي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي:«امنیتي ځواکونه پر دې بریالي شول چې ۱۰۳ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو له خوا د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو، شنډ او همدارنګه د چاودېدونکو توکو دوه زېرمې او د طالبانو د سوق ادارې شپږ مرکزونه ویجاړ کړي دي.»

د هلمند مارجه ولسوالۍ، څلور کاله مخکې د طالب جنګیالیو په یوه ډله ییز برید کې د دغې ډلې له خوا کلابنده شوه.

په دغې موده کې، په دغې ولسوالۍ کې ټول پوځي اکمالات د هوا له لارې ترسره کېدل.

شریک یي کړئ