Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مجاهد کاکړ د مړینې په هکله د سیاستوالو او خبریالانو پيغامونه

د طلوع نیوز پخواني رییس مجاهد کاکړ مړینه دننه او له هېواده بهر د سیاستوالو او هېوادوالو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ډېری سیاستوال او خبریالان او هېوادوال، د ښاغلي کاکړ مسلکي کارنامې ستايي او د هغه له کورنۍ سره غم شریکي کوي.

له څو کلونو ناروغۍ وروسته د مجاهد کاکړ مړینه، هغه هم په کډوالۍ کې د هغه خپلوان او ځينې هېوادوال غمجن کړي دي.

ځینې خبریالان چې له هغه سره یوځای کار کړی، د ښاغلي کاکړ کړنې ستايي او هغه غښتلی مدیر ګڼي.

د طلوع نیوز پخوانی خبریال طارق مجیدي په دې اړه وايي:«وجود یې د رپوټونو د متوازن والي او د رپوټونو تعقیبول یې د دې ښودنه کوي چې هغه یو پوه خبریال دی.»

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترڅنګ، پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي کاکړ مړینه یې د هېواد د رسنۍ کورنۍ ته تسلیت ویلي او ښاغلی کاکړ یې یو مسلکي خبریال یاد کړ.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم مجاهد کاکړ یې د طالبانو له پړاو وروسته د ژورنالیزم له مخکښانو ګڼي او د ازادو رسینو د رامنځه کېدو په برخه کې د ښاغلي کاکړ له ډاکیزې ونډې یادونه کړې ده.

د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي وايي:«مجاهد کاکړ د افغانستان د معاصرو ازادو رسنیو یو له بنسټ اېښودونکی و د دې لپاره چې له هغه مخکې د کورنۍ جګړې پر مهال داسې یوه رسنۍ نه وه.»

زلمي خلیل زاد هم په خپل ټوېټر پاڼه ښاغلی کاکړ د هغه کس په توګه یادونه کړې چې د افغانستان په پرمختګ کې او د دغه هېواد د رسینو په وده کې ځغلنده او مسوولانه ونډه لرلې ده.

اروپايي ټولنې هم هغه په افغانستان کې د خبریالۍ یو له مخکښانو یاد کړی دی.

د کلید ګروپ د خبر مدیر حامد کوهستاني وايي:«زه فکر کوم چې د کاکړ صاحب فعالیتونه د تل لپاره د افغانستان د رسنیو په ټولنه کې به تل پاتې وي.»

ښاغلي کاکړ کلونه په طلوع او طلوع نیوز کې کار وکړ، هغه له څو کلونو سرطان ناروغۍ وروسته تېره ورځ په المان کې ومړ.

له ښاغلي کاکړ دوه ماشومان پاتې دي.  

شریک یي کړئ