Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د محب څرګندونو په تړاو ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو غبرګون

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب جنجالي څرګندونو په کور دننه لا هم غبرګونونه له ځان سره لرلي.

له دې ډلې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي حکومت په احساساتي غبرګون تورنوي. او وايي چې دا ډول دریځ نیول د افغانستان په ګټه نه دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدمحمد ابدالي په دې اړه زیاته کړه:«د افغانستان له ادرسه دریځ نیول باید احساساتي نه وي؛ بلکې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ وي. ما چې د اتلسو کلونو په اوږدو کې حکومت کې کار کړی، د زښته زیاتو احساساتي دریځ نیولو شاهد وم چې هېواد ته یې ډېر زیان رسولی دی؛ نن باید له هغې درس واخلو.»

حمدالله محب امریکا ته په خپل سفر کې خبریالانو ته ویلي وو «چې زملی خلیلزاد د افغان حکومت د لیرې کولو په هڅه کې دی او په همدې دلیل د سولې خبرو اترو جزییات نه شریکوي.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر دفترهم په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي محب د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د حنیف اتمر ویاند قادرشاه په دې اړه وايي:«نه یوازې د سولې او افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر خلاف وو، بلکې د سبوتاژ روحیه او د حکومت څېره یې څرګنده کړه.»

د پوهنتون استاد احمد سعیدي بیا څرګندوي:«ښاغلي محب حقیتونه څرګند کړي دي، خو په افغانستان کې هغه کړکېچونه چې شتون لري، موږ د دې وس نه‎لرو چې له امریکایانو سره لاس او ګرېوان شو، ځکه چې بل دښمن موږ ته په کمین کې ناست دی.»

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د شخصي ستونزو له کبله باید ټولې اړیکې په خطر وانه چول شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ډانیل فېلډ من وویل:«دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ، د متحده ایالاتو د سیاسي فضا، اجراییه څانګې او د امریکا د خلکو ناسم تعبیر دی.تاسې نباید د شخصي ستونزو له کبله ټولې اړیکې له خطر سره مخ کړئ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د قهر موخه د امریکا اجراییه سیاست وي.»

له دې ټولو سره د ولسي جرګې استازي وايي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې حکومت یې څنډې ته کړی دی.

د ولسي جرګې غړی ذکریا ذکریا وویل:«که‎چېرې هېواد زموږ دی او دولت زموږ دی او حاکمیت زموږ دی، لږ تر لږه موږ هم څوک یو. دا یوازی یوه نیوکه ده چې څرګنده کړي چې امریکایان له دې ډېر نور خپلسري ونه کړي او دا چې امریکايانو له دې غلط اخیستون کړی، بیا هم د امریکایانو ځانځاني ده.»

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په امریکا کې د خپلو څرګندونو پر مهال زلمی خلیل‌زاد تورن کړ چې افغان حکومت یې د سولې خبرو کې څنډی ته کړی او هغه خپلې موخې لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو په غبرګون کې وویل، پر خلیل‌زاد برید، د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر برید دی.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي حکومت په احساساتي غبرګون تورنوي. او وايي چې دا ډول دریځ نیول د افغانستان په ګټه نه دي.

شریک یي کړئ