Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د محمد محقق د زوی «محمد باقر» مړی خاورو ته وسپارل شو

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د زوی محمد باقر محقق مړی نن (سې شنبې، د سلواغې په ۲۲مه) خاورو ته وسپاره.

محمد محقق خپل زوی شپږ ویشت کلن نامراده ځوان بولي او وايي چې وژونکی زوی یې په زنځیرونو تړه.

د محمد باقر محقق د جنازې په مراسو کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي او ځينو نورو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.

د محمد محقق د زوی له لوري د هغه د بل زوی له وژل کېدو درې ورځې وروسته د محمد باقر محقق جنازه په کارته سخي سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل:«د زوی (باقر) د شهادت په خاطر یې چې هغه مې له نږدې پېژنده او له نېکو اخلاقو، له ښو اخلاقو، ښې کړنلارې، ایماندارۍ،غیرت، زړورتیا او له ټولنیز والي یې خبر وم، تسلیت وایم.»

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم وايي:«ستا د نازولي زوی مرګ به هېڅکله ستا پر پولادینې ارادې اغېزه ونه کړي.»

د سولې د عالي شورا رییس کریم خلیلي هم زیاته کړه:«په ځلونو مې ویلي چې باقر محقق ډېر صادق شهید دی.»

خاورو ته د باقر محقق له سپارلو وروسته محمد محقق باقر شپږ ویشت کلن ناکام ځوان وباله.

بل خوا محمد محقق خپل بل زوی حسین چې قاتل دی لیونی بولي او زیاتوي چې دا زوی یې تل په زنځیزونو تاړه. خو په هغې شپه محمد باقر په زنځیزونو د هغه د تړلو مخه ونیوله.

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وویل:«زه هم اوس زوړ شوی یم، هیله مې وه چې هغه (باقر) لوی شي او خلکو ته خدمت وکړي او زه له هغې وروسته چې زوړ شوی یم که چېرې ژوند و، هلته پاتې شم، خو موږ یې پرېښودو.»

باقر محقق چې په سیاسي علومو کې یې ماسټري لرله؛ له دوو کلونو راهیسې د راه فردا د راډیو ټلویزون عمومي رییس هم و؛ له محمد باقر نه یوه ماشومه لور او زوی پاتې دی.
 
د محمد محقق د زوی د جنازې مراسمو کې ځينې دولتي او سیاسي څېرو هم ګډون کړی و.

شریک یي کړئ