Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد محقق د عبدالرزاق وحیدي غیابي محاکمه ظلم او توپیري چلند ګڼي

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرازق وحیدي غیابي محاکمه سیاسي او توپيري چلند ګڼي.

محمد محقق په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر د فساد په وړاندې د مبارزې په کار کې صادق نه دی. هغه هغو غلو ته چې له خپلې ډلې څخه یې دي مډال ورکوي، خو له ښاغلي وحیدي سره له سپکاوي ډګ چلند کوي.

ښاغلي محقق په دغې خبرپاڼه کې د عبدالرزاق وحیدي غیابي محاکمه پر نوموړي څرګند ظلم او توپیري چلند بولي.

ښاغلی محقق په دغه خبرپاڼه کې ولسمشر په سیاسي او توپیري چلند تورنوي او وايي له هغې وروسته چې عبدالرزاق وحیدي د محکمې لخوا سپین وبلل شو حکومت په بله فرمایشي او غیابي محاکمه کې نوموړی په درې کاله بند محکوم کړ او امنیتي ځواکونو هغه د اختطاف په توګه له پوهنتونه زندان ته ولېږداوه.

محمد محقق په دې لیک کې له عبدالله عبدالله غوښتي د دې توپيري چلند په وړاندې مقاومت وکړي.

د ملي وحدت ګوند ویاند عباس آګاه په دې اړه وویل:«د افغانستان د وحدت ګوند د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر ښاغلي عبدالرازق وحیدي فرماشي محاکمه او د اختطاف په څېر د هغه نیول، ظالمانه، سیاسي او څرګند تبعیض ګڼي او په کلکه یې غندي. د دې لپاره چې ښاغلی وحیدي په درې مخکنیو محکمو کې سپين بلل شوی او بېرته باید د دندې ځنډېدل رفع شوي وای او خپلې دندې ته ستون شوی وای. خو حکومت د دې لپاره چې د دوی دونده هغوی ته بېرته ونه سپاري یوه فرماشي محکمه په لار اچوي او دی په درې کاله بند محکوم وي. او له بلخوا ښاغلی وحیدي د قانون په سمون کې، تښتېدلی، ژونکی او جنایت کار نه و چې حکومت مامور استولی او له پوهنتونه یې دی نیولی او د اختطاف په څېر یې زندان ته لېږدولی په داسې حال کې چې کېدای شول نوموړی یې احضار کړی وای او ورته ورسوي چې تاسې په دغه دلیل محکوم شوي یاست.»

له بلخوا د حکومت یو شمیر سیاسي مخالفین، ملي یووالي حکومت په دوه ګوني چلند تورنوي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي:«د د کابینې د غړو، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندۍ تر کچې ډېری افغان سیاستوال له دغو جنایت کارانو ملاتړ کوي، د دغو جنابانو ملاتړ د دې لامل شوی چې قانون پر مظلوم تطبیق شي او ظالم د تېر په څېر خپل جنایت ته دوام ورکړي.»

یو شمېر هېوادوال وايي حکومت هغه کسان چې په وژنو، زورویلو او نورو جنایتونو تورن دي هغوی د حکومتي چارواکو او نفوذ لرونکو کسانو د ملاتړ له امله نه‎شي نیولای. 

د کابل اوسېدونکی همایون وايي:«دولت واقعاً د دغو مجرمینو په وړاندې ناغېړي کوي.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد علي هم وویل:«فساد په دولت کې دی له یوې دروازې زندان ته ننوځي له بلې بېرته وځي.»

له بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي ښاغلی وحیدي د لویې څارنوالۍ د حکم له مخې نیول شوی او نور کسان چې تر تعقیب لاندې دي هغو به هم ونیول شي. 

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي څرګندوي:«د دوی ۱۶۵ تنه نیول شوي او ۱۱۴ تنه نور لاهم په ولایتونو کې په تېښته دي. د دوی په منځ کې دوه تنه یې چې یویې حمید خراساني او بل یې هم حسیب قوای مرکز دی له سیمې تښتېدلي او هغو سیمو ته تللي دي چې فکر کومي خوندي دي، خو پولیس به هغوی ونیسي.»

د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي په غیابي محاکمه کې له واکونو په ناوړه استفادې مجرم پېژندل شوی او په درې کاله بند محکومت شوی دی.

د ښاغلي وحیدي له نیول کېدو وروسته د ملي امنیت پخواني ریس او ولسمشرۍ احتمالي نوماند رحمت الله نبیل هم د حکومت لخوا د نوموړي نیول کېدل سیاسي عمل بللی دی.

شریک یي کړئ