د بادغیس اوسېدونکو نن(دوشنبې د سلواغې په۲۱مه نېټه) د دغه ولایت مرکز، قلعه نو کې د مخابراتي شبکو د فعالیت محدودېدو په تړاو اعتراض وکړ.
اعتراض کوونکي ګواښ کوي، څو چې مخابراتي خدمتونه ۲۴ساعته نشي، ترې به استفاده ونکړي.
اعتراض کوونکی، محمدشریف وايي:«موږ د لاریون په ترڅ کې د پنځه ماده ییز پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتنه و کړه چې د خلکو هوساینه دې نه خرابوي او د مخابراتي شبکو فعالیت دې نه پرې کوي.»
اعتراض کوونکي وايي مخابراتي شبکې د لسو ورځو راهیسې په شپه او ورځ کې یوازې شپږ ساعته فعاله وي.
پارلمان کې د بادغیس ولایت استازی، ضیاالدین اکازی څرګندوي:«موږ پر اترا غږ کوو چې ستونزې هوارې کړي، خلک له ستونزو سره مخامخ دي. که ستونزې نه هواروي، نو موږ بادغیس کې له دوی نه څه نه غواړو.»
د بادغیس د مخابراتو ریاست دا ستونزه تاییدوي او زیاتوي، د طالبانو ګواښونو له کبله مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه کم کړي دي.
د دغه ریاست سرپرست، عزیزالله صابري په دې اړه بیانوي:«خپل پرېکړه لیک یې موږ ته تسلیم کړ. موږ دا پرېکړه لیک له مکتوب سره د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر او اترا ادارې ته تسلیموو.»
دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي چې د تېرو دوو کالو راهیسې بادغیس کې ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۲ ساعته فعالیت لري.