Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مذاکرې د پيل لپاره د مرکچي پلاوي چمتووالی

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځینې غړي وايي چې له یوې میاشت راهیسې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د له منځه ولوړ لپاره خپل منځي سلامشورې پيل شوې دي او دم ګړۍ په بشپړه توګه چمتو دي چې د خبرو اترو مېز ته ولاړ شي.

د دغه پلاوي ځينې غړي وايي چې طالبان باید دغه مهم فرصت له پامه ونه غورځوي.

د دولت مرکچي پلاوی ۲۱ تنه غړي لري چې څلور تنه یې مېرمنې دي، او دغه کسان د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د مخته بیولو لپاره غوره کړل شوي دي.
 
د دولت ۲۱ کسیزه پلاوی د بېلابېلو جریانونو غړي دي.

خو سرچینې وايي چې شونې ده په ځينو دغو څېرو کې بدلون رامنځته شي.

د ولسمشر پخوانی مرستیال عبدالرشید دوستم په دې اړه وویل:«د مصالحې عالي شروا هم باید د مرکچيانو اجنډا ژر تر ژره انتخاب کړي، طالبان خو وايي چې موږ حاضر یوو، موږ مخکې له مخکې حاضر وو.»

د دغه پلاوي ځينې غړي وايي چې طالبان باد له دې ډېر باید موکه له لاسه ورنه کړي او د سولې ته رسېدل له پامه ونه غورځوي.

د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«موږ یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې کار وکړ، د منځپانګې چمتووالی، اجنډا او د بڼو له لوري چمتووالی او په ټولو مورودونو خبرې شوې دي او د افغانستان اسلامي جمهوري د مذاکرې لپاره لازم چمتووالی لري او زه فکر کوم چې اوس د دې وخت دی چې طالبان باید نور د جګړې له دوامه لاس په سر شي.»

د مرچي پلاوي غړی فاروق مجروح هم وویل:«د حکومت عملي هڅو د سولې بهیر د پرمختګ په لور بیولی او هیله لرو چې په نږدې راتلوونکي کې د مذاکراتو د پيل شاهد وو.»

ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خپل منځي هوکړه لیک له لاسلیک وروسته پيل شي، خو د هغه څه له امله چې د دغه بهیر په وړاندې ننګونې بلل شوي دي تراوسه دغه خبرې پیل شوې نه دي.

د سولې په چارو کې د دولت ویانده هم وايي چې د خبرو اترو د پيل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

شریک یي کړئ