Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د مذاکرې پیل لپاره اړتیا ده د بندیانو خلاصون بهیر پای ته ورسېږي'

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکرې د پيل لپاره اړتیا ده چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي.

ښاعلي عبدالله چې په کابل کې له سولې د ملاتړ نړیوالې غونډې په پای کې وینا کوله زیاته کړه، چې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ غونډه به د طالبانو پنځه زره او د دولت زرو بندیانو د ازادېدو بهیر له پای یوه اوونۍ وورسته په دوحه کې جوړه شي.
 
د مصالې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«موږ به ۵ زره شمېر ته ورسېږو. ما په دې اړه له ولسمشر غني سره خبرې کړي او تر دې مخکې مې له هغه سره په جزییاتو هم خبرې کړې دي. دا د هغه پړاو یوه برخه ده چې اوس موږ په کې یوو، او دا د اعتماد جوړونې لپاره د موکې برابرول دي او باید له دې پړاوه بل پړاو ته چې د ګډون پړاو دی ولاړ شو؛ خو په دې منځ کې د تاوتریخوالي دوام د منلو وړ نه دی، د دغه تاوتریخوالي ډېری برخه د طالبانو له لوري ترسره کېږي.»

له بل لوري ولسمشر غني په نوموړې غونډه کې ویلي چې، د سولې خبرو کې باید طالبان له ټولو نورو ترهګرو ډلو او جرمي سازمانونو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد له سولې د ملاتړ نړیوالې غونډې په اړه وايي:«د افغان سولې په اړه له مشورتي غونډو ستاینه وکړه او پر هغو پرېکړو او تصمیمونو چې د دغې اوونۍ په لړ کې په سیمه ییزه غونډه کې د افغان سولې په موخه جوړه شوې وه ملاتړ وکړ.»
 
خو د ځینو طالب بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د افغانانو تر منځ خبرې هم ځنډولې دي.

د طالب بندیانو د خوشې کېدو په لړ کې افغان حکومت ویلي چې نږدې ۶۰۰ طالب بندیان به د بېابېلو لاملونو له مخې خوشې نه شي.

د هلمند پخوانی والي امیرمحمد اخندزاده څرګندوي:«له هغه بندي چې پرې حق العبد پرې دی باید پوښتنه وشي زه فکر کوم هغه نوی نوملړ چې د طالبانو له خوا رسېدلی حکومت به د هغه په اړه څېړنه وکړي.»

پخوانی طالب قومندان سید اکبراغا هم وايي:«زه فکر نه کوم چې طالبان د بندیانو بل نوملړ حکومت ته ورکړي.»

شاوخوا ۴ میاشتې مخکې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه په دوحه کې لاسلیک کړه او تمه وه چې له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي؛ خو لا تر اوسه هم د دغو خبرو د پیلېدو څرک نه لیدل کېږي.

شریک یي کړئ