یو شمېر هغه کسان چې له زلمي خلیلزاد سره یې تازه لیدنه کړې وايي، نوموړي پر افغان حکومت نیوکه کړې چې ولې په دې نه دی توانېدلی چې د سولې یو واک لرونکی مرکچي پلاوی تشکیل کړي؟
زلمي خلیلزاد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې تر اوسه د پخلاینې شورا او مرکچي پلاوي ټاکلو لپاره کار نه دی شوی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي:«هغه څه چې اړین دي په افغانانو پورې اړه لري، له بده مرغه د افغانستان د اسلامي جمهوري له خوا یو واک لرونکی او ټول ګډونه پلاوی ګومارل شوی نه دی.»
اخوا ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کوي چې د پخلایني عالي شورا او تر خوا یې مرکچي پلاوی ټاکل شوی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«د مذاکرې لپاره زموږ پلاوی چمتو دی، څو مو دویم پړاو ته ولاړ شو او مذاکرات پیل کړو.»
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسیونو چې د دوشنبې په ورځ یې له خلیلزاد سره لیدلي او له طالبانو سره یې د کېدونکې هوکړې په اړه خبرې کړي وايي، زلمي خلیلزاد دوی ته د کېدونکې هوکړې متن نه دی ښودلی او دوی نږدې دوه نیم ساعته د دې هوکړې په اړه خپلې اندېښنې له هغه سره شریکې کړې دي.
د پوهنتون استاد ګل رحمان قاضي څرګنده کړه:«ښاغلي خلیلزاد یوه یادونه لرله چې د طالبانو تحریک په کوم وخت کې وتوانېد یو ځواکمن تجرله او واک لرونکی پلاوی وګوماري. خو دا لوری تراوسه نه دی توانېدلی چې باید جدي مطرح شي.»
بل لورته بیا یو شمېر سیاستوالان وايي، ملي یووالي حکومت له یو شمېر سیاسي مشرانو سره ارګ کې د سولې خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په اړه ژرې خبرې کوي.
سیاسي فعال شهزاده مسعود وايي:«د ښاغلي خلیلزاد اندېښنه دا وه، چې اوس یو بل پړاو چې د افغانانو ترمنځ مذاکره ده پیلېږي او اندېښنه یې لرله چې پلاوی ژر تر ژره جوړ شي چې افغان ګډونه وي او پرېکنده واک ولري چې له بدغه مرغه تراوسه داسې یو څه نه دي جوړ شوي، خو هیله لرو چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست او ځينې سیاستوالان خدای دې وکړي چې دې هوکړې ته ورسېږي چې یو افغانستان شموله ډله وي چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل شي.»
د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشیدي هم څرګندوي:«افغان ولسمشر د خپل واک د خوندیتوب او دوام لپاره هوډ نهلري چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي مخکې، له طالبانو سره کومه مذاکره او یا هم د سولې هوکړه وشي، ځکه هر ډول هوکړه به د دې لامل شي چې ولسمشر له واکه لیرې شي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، تمه ده چې ژر امریکا او طالبان سره د سولې هوکړه په قطر کې لاسلیک کړي او له هوکړې څو ورځې وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې یو اروپايي هېواد کې وشي.
په دې اړه مو اندونه