وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

د مزاري پر مصلی د برید حقیقت موندونکي پلاوي خپلې موندنې شریکې کړې

د کابل په لودېځ کې د عبدالعلي مزاري پر یاد جوړو شویو مراسمو له برید نه څه باندې دوه میاشتې تېرېږي. اوس د ولسي جرګې حقیقت موندونکي پلاوي د دې برید په تړاو خپلې موندنې اعلان کړې.

دغه پلاوي د کابل امنیه قوماندان او د کابل د ملي امنیت رییس سره د هغوی له مرستیالانو او د جګپوړو چارواکو د امنیت د ساتنې مسوول او یو شمېر امنیتي ځواکونه د دغه برید په مخنیوي کې په ناغېړۍ تورن کړل او لویې څارنوالۍ ته یې معرفي کړل.

د عبدالعلي مزاري پریاد غونډې د برید د حقیقت موندونکي پلاوي غړی غلام حسین ناصري وايي:«هغه کسان چې د مسوول په توګه - تېره ورځ په کار و او که نن پر کار دي - له دوی څېړنې پیل شي او هغوی باید د افغانستان خلکو او قربانیانو ته روښانه ځواب ورکړي.»

د دغه پلاوي غړي وایي چې امنیتي ادارو منلې ده چې د دغه برید په مخنیوي کې ناغېړي شوې ده.
  
د عبدالعلي مزاري پریاد غونډې د برید د حقیقت موندونکي پلاوي غړی مهدي راسخ وویل:«د پولیسو د حوزې او د ملي امنیت مسوولین ګرم پېژندل شوي دي چې دوی د سیمې پاسپورټ په سمه توګه مطالعه کړي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وایي هغه کسان چې د دې پېښې په مخنیوي کې په ناغېړۍ تورن وو؛ لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
    
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه څرګندوي:«د شپږمې حوزې شپږتنه لوړپوړي چارواکي چې د مراسمو د امنیت ټینګښت درلود هغوی تر څېړنې لاندې دي او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته استول شوې دي.»

د کابل په لودېځ کې د عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو د داعش په برید کې شاوخوا شپېته تنه ووژل شول او سل تنه نور ټپیان شول.
 
د مزاري پر مصلی د برید په هکله د ولسي جرګې د پلاوي غړي وایي چې امنیتي ادارو منلې ده چې د دغه برید په مخنیوي کې ناغېړي شوې ده.

شریک یي کړئ