Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو غونډې ګډون کوونکي: د دې ناستې موخه د نظام کمزوري کول نه دي

د مسکو غونډې ګډون کوونکي وايي چې دا ناسته د افغانستان نظام د کمزوري کولو لپاره نه ده او په واقعیت کې د زلمي خلیلزاد د هڅو دوام به وي.

دغه ګډون کوونکي همدارنګه وايي چې په دغې ناسته کې کومه مشخصه اجنډا نشته او تر ډېره به هڅه وشي چې طالبانو ته پوهاوی ورکړل شي چې د سولې خبرو اترو په بهیر کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي.

دا به لومړی ځل وي چې د طالبانو استازي به د سې ‎شنبې په ورځ د مسکو په ناسته کې له یو شمېر افغان سیاستوالانو سره خبرې وکړي.

د دې ناستې برخوال دا مني چې د روسیې حکومت د دغې ناستې په پلانولو کې اساسي رول لري، خو ټینګار کوي چې د مسکو ناسته د سولې د هڅو یوه برخه ده ترڅو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د مسکو غونډه کې ګډون کوونکی وحید مژده وايي:«په هېڅ ډول دا مذاکرې د هېڅ لوري په ضد نه دي، او نه یې موخه د نظام کمزوري کول دي او نه هم د سولې د هغه حرکت د کمزوري کولو لپاره چې زلمي خلیلزاد پیل کړی دی.»

په دغه ناسته کې کابو اویا تنه ګډون کوي او تر ډېره به ازاد بحثونه وي، دې ناسته ته هر برخوال له یو لړ پيغامونو سره ورځي. 

د مسکو غونډه کې ګډون کوونکی نظر محمد مطمین هم څرګندوي:«طالبانو ته به زما پیغام دا وي چې د خبرو اترو پر مهال له ځانه نرمښت وښيي څو په افغانستان کې د جګړې ستونزه حل شي.»

په دې ناسته کې درې مېرمنې هم ګډون کوي او دا به لومړی ځل وي چې د هېواد مېرمنې په مستقیمه توګه خپل پيغامونه طالبانو ته ورسوي.

د مسکو غونډې ګډون کوونکي لیلا جعفري وايي:«زه غواړم چې هغوی ته ووایم چې ستاسو ښځې هم قرباني دي او دې خوا هم ښځې قرباني وې او په پای کې ښځو ډېره قرباني ورکړې ده او نه غواړو چې نور قرباني واوسو.»

افغان حکومت په دې باور دی چې د مسکو ناسته د افغانستان د سولې پېچلې غوټه نه شي پرانیستلای.

سیاسي فعال بلال احمد نیازی څرګندوي:«د مسکو غونډه د خلیلزاد له غونډه سره په ټکر کې ده، ځکه چې د خلیلزاد په ناستو کې افغان حکومت ته ځواب ویل او د راپور ورکړه شته، خو د مسکو په غونډه کې داسې څه نشته.»

ټاکل شوې د مسکو ناسته دوې ورځې دوام وکړي، طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي په ناسته کې به د عباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې لس کسیز پلاوی ګډون وکړي.

شریک یي کړئ