Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون همایون قیومي دغې جرګې ته راوبله

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون، د هغه څه له امله چې ناقانوني او د پیسو په بدل کې د هېواد ګمرکونو کې ګومارنې او په مالیې وزارت کې نورې ستونزې ګڼي، د دغه وزارت سرپرست همایون قیومي یې نن (یکشنبې د لړم په ۱۲مه) یوې فوق‎العاده غونډه ته راوبله.

د دغه کمېسیون رییس د غونډې په پيل کې له ښاغلي قیومي پر یو شمېر خصوصي بنسټونو د دولتي ځمکو د پلورلو، د ولسمشر د سلاکار په توګه د دندې پرمهال له یوه امریکايي بنسټ څخه د همایون قیومي د معاش د اخیستو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کابو اوه سوه مېلیونه افغانیو د څرنګوالي او له نورو هېوادونو د اته مېلیارد ډالري پور د اخیستو لپاره د حکومت د هڅو په اړه له ښاغلي قیومي پوښتنه وکړه خو هغه یوازې له عربي بانکونو د پیسو د اخیستو په هکله روښانه ځواب ورکړ.

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي په دې اړه وویل:«پارلمان چې تصویب کړه له هغې وروسته پور اخیستل کېږي، تراوسه یوه افغانۍ هم پور نه دی اخیستل شوی. او د ځان بساینې په پلان کې ... چې اته نیم مېلیارد ذکر شوي، د هغه یوه زیاده اندازه به خصوصي پانګونه وي.»

له بلخوا د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمېسیون رییس وایي د هرات، نیمروز، فراه او کندوز په ګمرکونو کې د ۵۰ زره تر ۲۵۰ زره افغانیو په بدل کې د ښاغلي قیومي په جعلي لاسلیک سره ناقانونه مقررۍ یو لړ پوښتنې مطرح کړې.
د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمېسیون رییس زلمی زابلي وايي:«دا کسان تاسې ګومارلي، خو دغه کسان نه اسناد لري او نه هم تجربه لري.»

خو همایون قیومي په ځواب کې وویل:«د جعلي لاسلیک مسله او ټول اسناد، د څارنوالۍ دفتر ته استول شي دي.»  

په دغه ناسته کې ښاغلی زابلي، د مالیې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس محمد خان دانشجو په غلا او د حکومت د اویا مېلیونه افغانیو په نه ورکولو تورنوي، خو ښاغلی قیومي په دې هکله بې خبري څرګندوي او ښاغلی دانشجو پوروړی نه بولي.

په دغه ناسته کې ښاغلی زابلي بېلابېلو ولایتونو ته د یوې یوې پروژې په بدل کې د کرېډټ کارټونو د لس سلنې مالیې د اخیستو لپاره له مالیې وزارت سره د مشرانو جرګې د غړو د قراردادونو خبره کوي.

ښاغلي زابلي د خپلو خبرو په پای کې د مالیې وزارت د ناقانونه تړونو په اړه ځينې نور تورونه هم له سناټورانو سره مطرحه کړل:«هر سناټور، یوه یوه کم مصرفه او ډېره ضروري پروژه درته وویله، باور وکړئ چې له دوو او یا هم درې سناټوران صاحبانو څخه پرته په هر ډول چې وو یا راغلل او یا یې واسطه وکړه چې زه خبر نه یم، پاتې ۳۱ ولایتونو کې تاسې څه ونه کړل.»

د مالیې وزارت سرپرست څرګنده کړه:«دا پیسې د همدې له امله دي چې سناټور صاحبان او نور محترم وکیلان او د قوم مشران سره کېني او پرېکړه وکړي چې کومه پروژاه کولای شو هغوی ته ورکړو.»

له دې ټولو سره ښاغلي قیومي له امریکايي بنسټ څخه د معاشونو د اخیستو د څرنګوالي په اړه جزیات نه ورکوي.

ځينې هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي د دې ښودنه کوي چې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي، په ۲۱۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په افغان حکومت کې له کار کولو سره هم‎مهال، له یوه امریکايي پوهنتون څخه د څلورمې ادارې د رییس په توګه معاش اخیست.

د دغو سندونو پر بنسټ، د کالیفورنیا ایالت «سن خوزه» پوهنتون، په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې ۴۵۰ زره ډالر او په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۲۷۰ زره ډالره همایون قیومي ته معاش ورکړی دی.

نور سندونه هم د دې ښودنه کوي چې همایون قیومي په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د «د دولتونو د اغېزمنتیا انسټېټيوټ» په نامه د امریکا په یوه غیر دولتي بنسټ کې چې د هغه بنسټ اېښودونکی اشرف غنی دی، هم کابو ۳۶۰ زره  ډالره معاش اختیستی دی.

دا سندو دا په ډاګه کوي چې محمد همایون قیومي له درې بنسټونو معاش اخیسته.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون رییس، ادعا وکړه چې ځینو د ښاغلي قیومي په جعلي لاسلیک په ګمروکونو کې ګومارل شوي دي.

شریک یي کړئ