د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار سلاکار حاجي دلاور د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې حاجي دلاور چې ځان یې د مسلمیار سلاکار بولي کابل کې د پولیسو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، حاجي دلاور د ترهګرو د ملاتړ،ساتلو په تړاو او همدارنګه ورسره جعلي نمبر پلېټونه، جنګي وسله، زغروال موټر او څو پاکستاني شناخت کارټونه نیول شوي دي.
تراوسه د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه