د مالیې وزارت وايي چې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره، ۳۶۹ مېلیونه افغانۍ چې کابو پنځه مېلیونه ډالر کېږي په پام کې نیول شوي دي.
د سولې په مشورتي جرګه کې چې ټاکل شوې ده، د غوايي میاشتې په نهمه ترسره شي؛ څه باندې دوه زره تنه به ګډون وکړي او حکومت وايي چې دا جرګه به له طالبانو سره د مخامخ خبرو چوکاټ مشخص کړي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون لومړی مرستیال وایي چې ټاکل شوې ده؛ د دې جرګې غړي په ۳۴ ولایتونو کې د ګوندونو، سیاسي بهیرونو، مدني بنسټونو، قومي مشران او ملي شورا د غړو په ګډون له ۳۰ برخو په نیمه انتخابي توګه غوره کړای شي.
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون لومړی مرستیال ضیا الحق امرخیل په دې اړه وویل:«د حکومت غړي به یوازې د مېلمه په توګه دغې جرګه کې ګډون وکړي... د حکومت غړي د دغې جرګې غړیتوب نهلري؛ نه واي، نه ښاروال، نه ولسوال کوالی شي چې په دغې جرګه کې غړیتوب ولي یوازې د خلکو استازي به وي چې پرېکړه کوي.»
د مالیې وزارت وایي چې د دې جرګې د جوړېدو لپاره؛ د جمهوري ریاست له یو ۹۱ کوډ څخه ۳۶۹ مېلیونه افغانۍ چې نژدې پنځه مېلیون ډالره کېږي په پام کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي دغې جرګې ته په پام کې نیول شوې بودیجه زیاته بولي.
د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رییس احمد جاوېد روف په دې اړه وویل:«دا ډېرې پیسې دي، نه روڼتیا شتون لري، د کمپاینونو احتمال هم شته.»
د ولسي جرګې پخوانی منشي عرفان الله عرفان هم څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې حکومت غواړي داسې لوړ مصرف وکړي او وغواړي ټول خلک راوبلي او له خلکو نظر واخلي، زه هیله لرم چې د ملي یووالي حکومت مشران د دې جرګې مشورې ته درناوی وکړي.»
یو شمېر هېوادوال له حکومته غواړي چې د جرګې د جوړېدو په لګښت او دغه راز د هغو کسانو په غوراوي کې چې رابلل کېږي؛ روڼتیا په پام کې ونیسي.
له دې وروسته کله چې امریکا د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راکاږلو هڅو زور واخیست، افغان حکومت هغه څه چې په دغو خبرو کې د سرو کرښو تعیین په منظور د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول مطرحه کړل.
هغه جرګه چې ټاکل شوې ده په هغه کې، دوه زره استازي له طالبانو سره دخبرو اترو په اړه، حکومت ته مشوره ورکړي.