Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مصالحې عالي شورا د غړو پر نه معرفي کېدو د دین عالمانو نیوکې

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک له لاسلیک کېدو دوه میاشتې او دوه ورځې تېرېږي . خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې د عالي شورا د  تشکیل څه څرک نه لګېږي.

دا ځل ځينې دیني عالمان د ملي مصالحې عالي شورا د غړو د نه معرفي کېدو په غبرګون کې وايي هغه چارواکي چې خپل کارونه نه شي ترسره کولای د هغوی له لوري د هر ډول امتیاز اخیست حرام دي.
  
دیني عالم بازمحمد رحیمي په دې اړه وویل:«هغه معاش چې درکول کېږي د دې په وړاندې یو لړ اجراات او کارونه دي چې عملاً او قانوني درته سپارل شوي که ته کار ونه کړئ او ته دغه مزد هغه هم په زیاته کچه اخلې دا ناروا او ناسم دي.»

په دې لړ کې ځينې حقوق پوهان هم وایي چې د ملي مصالحې عالي شورا تر اوسه د پرېکړې کولو لپاره مشروعیت نه دی پیدا کړی.
   
حقوق پوه آرش شهیرپور وايي:«دا چې ډاکټر عبدالله د دغې شورا تشکیل ته لېوالتیا نه لري نو د ده په خپله صفت هم د مصالحې عالي شورا د رییس په توګه حقوقي او قانوني منطق نه پيدا کوي.»

یو شمېر قانون جوړونکي هم عبدالله عبدالله د خپلو مسوولیتونو په ترسراوي کې په ناتوانۍ تورنوي.
  
د ولسي جرګې غړې حمیده احمدزۍ وايي:«د یوې ادارې تشکیل چې موجوده نه وي، کار یې معلوم نه وي، اداري پلاوی یې معلوم نه وي، تراوسه یې خپل مرستالان نه وي ګومارلی دا به د سولې لپاره څه کار وکړي.»

 د ولسي جرګې بله غړې شفیقه سخا یولچي هم زیاتوي:«دا چې دوی تراوسه نه دي توانېدلي چې د خپل جوړښت په اړه سره هوکړې ته ورسېږي، شونې نه ده چې موږ دې ته د مصالحې عالي شورا ووایوو.»

له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو غړی هم وایي چې په ښه توګه د سولې د مرکچي پلاوي د چارو د ترسره کېدو لپاره؛ د مصالحې د عالي شورا د جوړښت بشپړېدل یوه جدي اړتیا ده.

خو د عبدالله عبدالله ویاند وایي چې د مصالحې د عالي شورا د تشکیل پر چمتو کولو کار روان دی.
 
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وویل:«د ملي مصالحې کار په منظه او همغږۍ توګه روان دی او اړتیا ده چې دیوه مهم اصل لپاره چې سوله ده. موږ بنسټيز بحثونه ولرو چې دا کار جریان لري.»

د مصالحې د عالي شورا په جوړښت کې د عبدالله عبدالله لپاره پنځه مرستیالان په پام کې نیول شوي دي، خو د ۶۲ ورځو په تېرېدو سره  لاهم د ښاغلي عبدالله درې نور مرستیالان نه دي ټاکل شوي.

ځينې حقوق پوهان وايي چې عبدالله عبدالله چې ملي مصالحې عالي شورا مشرۍ په غاړه لري، د هغه شرکت څېښتن ته ورته دی چې دا شرکت فېزيکي وجود نه لري.

شریک یي کړئ