د سید مصطفی کاظمي د دولسم تلین په رارسېدو د هغه کورنۍ وايي، حکومت د ښاغلي کاظمي د دوسیې په څېړلو کې ناتوانه او بې غوره دی.
د مصطفی کاظمي ورور سید علي کاظمي وايي، ښاغلي کاظمي د ملي یووالي او هېواد ته د سولې راوستلو هڅه کوله چې لاره یې باید دوام وکړي.
د شهید برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د سه شنبې په ورځ(د لړم په ۱۴مه) د سیدمصطفی کاظمي د دوولسم تلین له امله غونډه جوړه شوه.
د شهید برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس ذبیح الله اسدي وايي:«د افغانستان لپاره ځان قرباني کوي او د افغانستان د پراختیا لپاره ځان ورکوي او همدا وه چې ځان یې فدا کړ او ثابته یې کړه چې د افغانستان واقعي بچی دی.»
له بلخوا د مصطفی کاظمي خپلوان وايي هغه د ملي یووالي او د سولې ته د هېواد د رسیدو لپاره هڅې کولې او حکومت باید د روانو ناخوالو د پای ته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د سید مصطفی کاظمي ورورسید علي کاظمي په دې اړه څرګندوي:«موږ باید هڅه وکړو هغه کړۍ، او ځينې ټولګې چې غواړي د هېواد لپاره کار وکړي له هغوی سره همکاري وکړ نه دا چې د هغوی تر پښو لاندې کنده وکندو چې دلته ستا ځای نه دی، کهچېرې ته هڅه کوي زه هم باید شریک وم.»
د مصطفي کاظمي د کورنۍ نورې غوښتنې دا دي چې حکومت باید د سیاسي شخصیتونو د ترور د پېښو په وړاندې اقدام وکړي.
د سید مصطفی کاظمي زوی سید مسعود کاظمي وايي:«کهچېرې دا دوسیه تړلې پاتې شي، په دې پوه شئ چې دواړه حکومتونه د بغلان د پېښې د څېړو له امله د خلکو له لیدلوري ګرم دي.»
سید مصطفی کاظمي د ولسي جرګې له پنځو نورو استازو او د بغلان له ۷۲ اوسېدونکو سره د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د لړم په پنځلسمه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.